کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۹): د طالبانو مشر ملا هبت الله ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د دغه کور ابادول، د ديني او ملي ارزښتونو ساتل او له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا يې دفاع کول د هر افغان مسووليت دی.
د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخند دغه څرګندونې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې کړې چې پر پنځو ژبو خپور شوی دی.
هغه په دغه پیغام کې ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه افغانانو ته د لوی اختر مبارکي ورکړې او دعا یې کړې چې عبادتونه یې قبول شي.
ملا هبت الله خپلو کسانو ته ویلي چې د هېوادوالو امنیت، د هغو له ځان، مال، عزت او ګټو څخه دفاع د خپل ځان عملي وجیبه وګڼي، د ملکي خلکو له ژوند سره نهایت ډېر احتیاط وکړي.
هغه زیاته کړېو د داسې نظام غوښتونکي دی چې ټولې پرګنې په کې د اهليت پر بنسټ خپل ځان وويني او هر څوک د هېواد په پرمختګ کې د خپلو مسووليتونو د ترسره کولو له لارې برخمن شي.
ده زیاته کړې: ((موږ له چا سره ذاتي دښمني نه لرو، بلکې د هېواد د خپلواکۍ او یوه سوچه اسلامي نظام د قیام لپاره مو وسله پورته کړې ده، د پورتنیو اهدافو د پوره کېدو په صورت کې له ټولو سره سوله ییز ژوند غواړو.))
ملا هبت الله د قطر او بین الافغاني مذاکراتو په اړه په دغه پیغام کې ویلي چې له امریکایانو سره په دوحه کې د تړون لاسلیک، بیا وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره کوښښونه هغه څه دي چې دوی يې په اړه خپل مسوولیت ادا کړی دی.
د هغه په وینا، اوس په نورو جهتونو پورې اړه لري چې څومره له دې مهیا شوي فرصت څخه سمه استفاده کولای شي.
ده زیاته کړې چې د بندیانو تبادله یو مهم پرمختګ و چي باید مقابل لوري ځنډ نه وای په کې را وستی، دا چې دوی د سولې په لور قدمونه اخلي د بندیانو خلاصون یې یوه لویه برخه ده چې هم اعتماد رامنځته کوي او هم د سولې لار لنډوي.
نوموړي غوښتنه کړې چې داخلي جهتونه دې د بين الافغاني خبرو په وړاندې پراته خنډونه بې له ځنډه لرې کړي، د لنډ مهاله ګټو د تقسیم پر ځای دې د هېواد علیا مصالحو ته ترجیح ورکړي، څو افغانان په خپله د جګړې د داخلي موجودو او بالقوه عواملو د له منځه وړلو، هېواد ته د دایمي سولې د راګرځولو او د راتلونکي اسلامي نظام په اړه یوه ګډ تفاهم ته سره ورسېږي.
ملا هبت الله ویلي، دا یو ښه پرمختګ دی چې د دوحې تړون د عملي کېدو په لاره کې امریکایانو او متحدینو يې له افغانستانه د خپلو عسکرو د بېرته ایستلو لړۍ پیل کړېده. پنځه اډې يې تخلیه کړې او له لاسلیک کړي تړون سره سم به امریکایان او بهرني متحدین يې له افغانستانه خپل ټول نظامي ځواکونه او غیر ډيپلوماتیک پرسونل اوباسي.
هغه زیاته کړې، طالبان له امریکا سره لاسلیک کړي تړون ته ژمنتیا لري، د امریکا د حکومت اړوند ملکي او پوځي ارګانونه او متحدین يې هم باید له طالبانو سره کړي تړون ته په ژمنتیا سره، په نا موجه وو څرګندونو او تبلیغاتو د امریکا د دې اوږدې جګړې ختمولو په لاره کې موانع ایجاد نه کړي.
login or register a new account.