کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۹) :ولسمشر غني وایي، طالبانو د قطرتر تړون وروسته د افغان ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې او زرګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د زمري په ۷مه، د لوړپوړو مقاماتو(سام) په څلورمه ناسته کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه وکړې.
په دغه ناسته کې چې د جمهوررئیس مرستیالانو، یو شمېر دولتي مقاماتو او د زیات شمېر هیوادونو او بین المللي سازمانونو استازو حضور درلود، په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وویل، نننۍ ناسته له افغان دولت او ولس سره ستاسې پایداره دوستي او تعهد څرګندوي.
ولسمشر اشرف غني د ناستې ګډونوالو ته د هرکلي پر مهال د کرونا ویروس له امله د اوښتو تلفاتو په اړه د خپل تسلیت مراتب څرګند کړل او هیله یې وښوده چې د دغې ناروغۍ د واکسین د انکشاف هڅې به پایلې ته ورسېږي او دوباره به اقتصاد تحرک ومومي.
ده د افغانستان د حکومت او ولس په استازیتوب، کرونا ویروس او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د بین المللي ټولنې د مدیریت او د متقابل حساب ورکولو چوکاټ او د سولې د تامین په هکله د دوی د هڅو مننه وکړه.
هغه زیاته کړه: ((د افغان حکومت او ولس په استازیتوب له افغانستان څخه ستاسې د ملاتړ او مشارکت په خاطر چې نارینه او ښځې یې یوه ولسواکه او زغم لرونکې ټولنه غواړي، مننه کوم.))
ولسمشر غني څرګنده کړه، د طالبانو او افغان دولت د مستقیمو مذاکراتو د پیل په موخه له بشردوستانه اوربند څخه ستاسې پیاوړی ملاتړ او د طالبانو د بې رحمانه تاوتریخوالي غندل د افغانستان خلکو او موږ ته اطمنان بښونکي دي.
اشرف غني زیاته کړه د انکشاف، حساب ورکولو او فساد د محوه کولو په برخه کې ستاسې د پیاوړي غږ هرکلی کوي اوغواړي چې د افغان حکومت د فساد ضد هڅو په چوکاټ کې شامل شئ.
ولسمشر د دې په بیانولو سره چې د کرنې په برخه کې مو ښه پرمختګونه لرلي وویل، په ۲۰۱۹ کال کې د کرنې وړ سیمې ۱۰ سلنه زیاتې شوي او د غنمو تولید د تېر کال په پرتله چې ۴،۸۹۰ میلیون متریک ټنه وو، ۵،۱۳۴ میلیون متریک ټنو ته لوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه، نور کرنیز محصولات لکه وریجې، جوار، مېوه جات او ترکاري هم د تېر کال په پرتله زیاته شوي دي.
هغه د ملکي خدمتونو په برخه کې د اصلاحاتو او امنیتي میثاق د پیل، کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر له تخصیص شوې بودجې څخه د ناوړه استفادې او د فساد له موجودیت څخه د خلکو له اندېښنو یادونه وکړه وې ویل، له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.
ولسمشر غني زیاته کړه، د معارف او امنیتي سکتور په شمول په ملي ارګانونو کې اصلاحات جریان لري او هیله لرم چې په دې برخه کې ښه پرمختګونه ولری.
login or register a new account.