منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر: طالبانو د قطر تر تړون وروسته زرګونو افغان سرتیرو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۹) :ولسمشر غني وایي، طالبانو د قطرتر تړون وروسته د افغان ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې او زرګونو کسانو ته یې مرګ  ژوبله اړولې ده.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د زمري په ۷مه، د لوړپوړو مقاماتو(سام) په څلورمه ناسته کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه وکړې.

په دغه ناسته کې چې د جمهوررئیس مرستیالانو، یو شمېر دولتي مقاماتو او د زیات شمېر هیوادونو او بین المللي سازمانونو استازو حضور درلود، په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال وویل، نننۍ ناسته له افغان دولت او ولس سره ستاسې پایداره دوستي او تعهد څرګندوي.

ولسمشر اشرف غني د ناستې ګډونوالو ته د هرکلي پر مهال د کرونا ویروس له امله د اوښتو تلفاتو په اړه د خپل تسلیت مراتب څرګند کړل او هیله یې وښوده چې د دغې ناروغۍ د واکسین د انکشاف هڅې به پایلې ته ورسېږي او دوباره به اقتصاد تحرک ومومي.

ده د افغانستان د حکومت او ولس په استازیتوب، کرونا ویروس او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د بین المللي ټولنې د مدیریت او د متقابل حساب ورکولو چوکاټ او د سولې د تامین په هکله د دوی د هڅو مننه وکړه.

هغه زیاته کړه: ((د افغان حکومت او ولس په استازیتوب له افغانستان څخه ستاسې د ملاتړ او مشارکت په خاطر چې نارینه او ښځې یې یوه ولسواکه او زغم لرونکې ټولنه غواړي، مننه کوم.))

ولسمشر غني څرګنده کړه، د طالبانو او افغان دولت د مستقیمو مذاکراتو د پیل په موخه له بشردوستانه اوربند څخه ستاسې پیاوړی ملاتړ او د طالبانو د بې رحمانه تاوتریخوالي غندل د افغانستان خلکو او موږ ته اطمنان بښونکي دي.

اشرف غني زیاته کړه د انکشاف، حساب ورکولو او فساد د محوه کولو په برخه کې ستاسې د پیاوړي غږ هرکلی کوي اوغواړي چې د افغان حکومت د فساد ضد هڅو په چوکاټ کې شامل شئ.

ولسمشر د دې په بیانولو سره چې د کرنې په برخه کې مو ښه پرمختګونه لرلي وویل، په ۲۰۱۹ کال کې د کرنې وړ سیمې ۱۰ سلنه زیاتې شوي او د غنمو تولید د تېر کال په پرتله چې ۴،۸۹۰ میلیون متریک ټنه وو، ۵،۱۳۴ میلیون متریک ټنو ته لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه، نور کرنیز محصولات لکه وریجې، جوار، مېوه جات او ترکاري هم د تېر کال په پرتله زیاته شوي دي.

هغه  د ملکي خدمتونو په برخه کې د اصلاحاتو او امنیتي میثاق د پیل، کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر له تخصیص شوې بودجې څخه د ناوړه استفادې او د فساد له موجودیت څخه د خلکو له اندېښنو یادونه وکړه وې ویل، له سرغړونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

ولسمشر غني زیاته کړه، د معارف او امنیتي سکتور په شمول په ملي ارګانونو کې اصلاحات جریان لري او هیله لرم چې په دې برخه کې ښه پرمختګونه ولری.

هغه د سولې پروسې په تړاو وویل، داسې هیلې موجودې وې چې په ۲۰۲۰ کال کې به د سولې پروسه له هیلې څخه په عملي بهیر بدله شي، خو طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکو او افغان ولس پر وړاندې خپلو یرغلیزو بریدونو ته دوام ورکړ او داسې هیڅ شواهد نشته چې طالبانو دې له القاعده او نورو ټولو تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي وي.

ولسمشر غني وایي چې طالبانو په قطر کې له امریکا سره د سولې له تړون وروسته ۳۵۶۰ افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونه وژلي او ۶۷۸۱ نور یې ژوبل کړي دي.

د نوموړي په وینا، په دې موده کې یو شمېر افغان سرتېري ترې تم شوي دي.

هغه وویل چې د طالبانو په بریدونو کې ۳۰۳۷ ملکیان هم وژل شوي دي.

غني څرګنده کړه: (( فرصتونه تل نه برابرېږي، ځکه افغان ښځې او نارینه د سولې په پرتله د تاوتریخوالي دوامداره کېدل مشاهده کوي. د دې لپاره چې د سولې لار پرانیستې وي، موږ په خپلو ژمنو وفا کړې او د طالب زندانیانو په خلاصولو سره مو خپله اخلاقي مېړانه ښودلې ده.))

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، هیله لري نړیواله ټولنه به په صادقانه ډول او په پوره جدیت سره طالبان د سولې پروسې ته وهڅوي او د دغې پروسې ارزښتونه او معیارونه به ورته روښانه کړي، ځکه دوی باید د دغو نورمونو، ارزښتونو او معیارونو پر بنسټ له یو بل سره ژوند وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست