Language

​نړیوالې ټولنې او افغان حکومت پر اصلاحي او پرمختیایي پروګرامونو بحث وکړ

کابل (پژواک، ۸ زمری ۹۹): د افغانستان حکومت په کوربه توب د لوړ پوړو چارواکو (سام) ناسته کې د افغان حکومت او نړیوالو همکارانو ترمنځ پر هغو جدي ننګونو چې افغانستان ورسره مخ دی، بحث وشو.

د مالیې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړ پوړي پلاوي (سام)  څلورمه ناسته د افغان حکومت او نړیوالو همکارانو ترمنځ پر هغو جدي ننګونو چې افغانستان ورسره مخ دی، د پرمختیا او سولې لپاره په فرصتونو او  تر ۲۰۲۵ کاله پورې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغان حکومت پر لیدلوري، پلان او تګلارو له دوو ورځنیو رغنده بحثونو وروسته پرون ماښام  پای ته ورسېده.

سرچینې زیاته کړې، د سام په ناسته کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لوړپوړو چارواکو،  د افغان حکومت وزیرانو او چارواکو او همدارنګه د مدني ټولنې او خصوصي سکټور استازو برخه درلوده.

ولسمشر اشرف غني یادې ناستې ته خپله وینا کې د سولې لپاره شته تاریخي فرصت ته په کتو، د سولې، د ځان بسیاینې په برخه کې د پرمختګ، اقتصادي ودې او همدارنګه یې د کویډ ۱۹، بې وزلۍ، بیکارۍ او اقتصادي ستونزو او  شته ننګونو په اړه خپل لید لوری په ډاګه کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي،  د مالیې وزارت له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کاله پورې د افغانستان د سولې او پرمختیا ملي چوکاټ (ANPDFII) دویم سند مسوده د غونډې ته وړاندې کړه، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د حکومت ستراتیژي او پلان په کې طرحه شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه پلان په درېیو برخو کې تنظیم شوی، د مارکېټ رامنځته کول، دولت جوړونه، سوله رامنځته کول او پر دې انګېرنې ټینګار شوی چې د دوی ترکیب به له ملت جوړونې سره مرسته وکړي.

دغه پلان په مهمو برخو لکه سوله، پراخه اقتصادي وده، په خاص ډول پر کرنې تمرکز، استخراج، ښاري پراختیا او سیمه ییزې نښلېدا ټینګار کوي. 

 د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال ناستې ته وویل: "په ۲۰۱۷ کال کې د لوړپوړو چارواکو له وروستۍ ناستې راهیسې، افغانستان کې ډیر زیات بدلونونه راغلي دي او افغانانو اوږده لار وهلې ده. زموږ د خلکو له استقامت، د حکومت له رهبرۍ او زموږ د شریکانو له ملاتړه مننه. زموږ د بودجې کچه او زموږ د کورنیو عوایدو د جذب کچه هیڅکله لوړه نه وه. ډېرې زیاتې مېرمنې له افغان دولت سره یوځای شوې او موږ یوځای په یوه پېچلي سیاسي او امنیتي چاپېریال کې یو مهم خوځښت را منځته کړی دی. سره له دې چې دا زموږ ډله ییز مسوولیت دی چې خپلې لاسته راوړنې وساتو او وده ورکړو."

 په دغو ترسره شوو ګټورو بحثونو کې نړیوالو ګډونوالو د افغانستان حکومت ته د سولې او پرمختیا د پیاوړي ملي پلان (ANPDFII) د مسودې جوړولو له امله مبارکي ورکړه، په ځانګړي ډول یې د حکومتي تګلارو، نوښتونو او پروګرامونو او همدا شان له کرونا وبا سره  مبارزې ته د رسېدنې لپاره د کار د نظریاتي چوکاټ د پراخولو هرکلی وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، نړیوالو همکارانو همدارنګه په ټولو سکټورونو کې له لاسته راوړنو سره د ننګونو د شاملولو او د مخ پر وړاندې تګ لپاره یې پر عملي کېدو د ځانګړی تمرکز غوښتنه وکړه.

د سرچینې په وینا، په پلان کې باید د جنسیتي برابرۍ، د ښځو د پياوړتیا، اداري فساد پر ضد مبارزې، حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت په څېر مسئلې لا ډېرې پیاوړې شي.

login or register a new account.