Language

د لوى اختر لمونځ په ټول هېواد کې ادا شو

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٩): د لوى اختر لومړۍ ورځ نن (١٠ زمرى) په ټول هېواد کې د اختر لمانځه په ادا کولو سره ولمانځل شوه

د اختر لمونځ په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې په جوماتونو او عيدګاوو کې د امن په فضا کې ادا شو.

د هېواد ولسمشر اشرف غني هم د اختر لمونځ د کابينې او ملي شورا له غړو سره يوځاى د ارګ په جومات کې ادا کړ.

دغه راز د اختر لمونځ د هېواد د ښارونو او کليو په دېرى جوماتونو کې ترسره شو.

ملا امامانو او ديني علماوو د اختر لمانځه په مراسمو کې په هېواد کې د سولې، ارامۍ او ثبات لپاره دعاوې وکړې.

نن د اسيا په ګډون په عربي، اروپايي هېوادونو او امريکا کې هم مسلمانانو د اختر لومړۍ ورځ لمانځي.

 

 

login or register a new account.