Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سیګار: طالبانو تېرو درې میاشتو کې پر نړیوالو ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی

سیګار: طالبانو تېرو درې میاشتو کې پر نړیوالو ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی

author avatar
1 Aug 2020 - 11:14
سیګار: طالبانو تېرو درې میاشتو کې پر نړیوالو ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی
author avatar
1 Aug 2020 - 11:14

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۹۹) : د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش سیګار دفتر وایي چې وسله والو طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې پر نړیوالو ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی ، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه په بې ساري توګه ډېر شوي دي.

د امریکا غږ دراپور له مخې، سیګار دغه څرګندونې د افغانستان د شپږ میاشتني وضعیت د ارزونې په تړاو په خپل یوه تازه راپور کړې دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره دومره "ستونزمنې" وې چې په تېرو شلو کالونو کې ساری نه لري.

سیګار په افغانستان کې د ګډو امنیتي ځواکونو د انتقالي قوماندانۍ په حواله لیکلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د تړون کیدل، د جمهوري ریاست جنجالي انتخابات، د ایران او امریکا تر منځ جنجال، د بندیانو په خوشې کیدو بحثونه، جګړه او د کویډ نولس ناروغي هغه څه دي چې په تېرو درېیو میاشتو د افغان امنیتي ځواکونو لپاره یې حالات سخت کړي وو.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په حواله ویل شوي چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې پر ائتلافي ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی خو په افغان امنیتي ځواکونو بریدونه بیا په بې سارې توګه ډیر وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم مني چې په افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون نه وروسته ډېر شوي.

ددغه وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې یواځې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې له ۴۰۰ زیات امنیتي او دفاعي منسوبین وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو ۲۲۲ مورده تحرکات درلودل چې د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو په دغو تحرکاتو او بریدونو کې ۴۲۲ تنه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل او ټپیان شول".

سره له دې چې طالبانو د امریکا سره د سولې په تړون کې دا منلې وه چې د القاعده د شبکې سره اړیکې نه پالي خو سیګار د ملګرو ملتونو د څار د یوې ډلې له قوله لیکلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو او القاعدې شبکې اړیکې " نږدې او دوستانه " وې.

په راپور کې ویل شوي چې طالبان او القاعدې د ملګرتیا، تاریخي ګډې مبارزې، فکري خواخوږۍ او په خپلو منځونو کې د خپلوۍ کولو پر اساس لا هم ملګرتیا پالي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.