کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): د لبنان په پلازمېنه بیروت ښار کې دوو لویو چاودنو کې لسګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.
سره له دې چې تر اوسه په دې چاودنو کې د مرګ ژوبله کره شمېره نه ده په ډاګه شوې، خو چارواکي وېره څرګندوي چې د مرګ ژوبله کچه به تر دې ډېره لوړه وي.
د لبنان دولتي چارواکو رسنيو ته ويلي چې دا چاودنې پرون پر ځايي وخت شاوخوا شپږ بجې د بحر ترڅنګ په يوه ودانۍ کې شوې دي.
په خپرو شوو ويډيو کې ګانو کې ليدل کېږي چې د لومړۍ چاودنې سپين لوګي اسمان ته پورته کېږي چې ناڅاپه دويمه لویه چاودنه کېږي چې ورسره يوه دنګه ودانۍ هم نړېږي.
نړيوالو رسنيو خبر ورکړى چې د دې چاودنو غږ لسګونه کيلومتره لرې اورېدل شوی او د بيروت ټول ښار يې لړوزولى دى، له چاودنې وروسته نږدې ډېری ودانۍ نړېدلې او سيمه پر کنډوالو بدله شوې ده.
د لبنان د روغتيا وزير ويلي چې تر اوسه یې د نږدې سلو کسانو مړي پيدا کړي او تر څلورو زرو ډېر ټپيان يې روغتونونو ته لېږدولي دي، خو هغه زياته کړې چې په روغتونونو کې د ټپيانو د درملنې نور ځاى نشته.
د لبنان صدراعظم حسن دیاب د چهارشنبې په ورځ (د اګست پنځمه) په هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ.
بلخوا د لبنان د ملي امنیت عمومي ريیس ابراهیم عباس ویلي چې ښایي دغه چاودنې د هغو چاودېدونکو توکو په وجه رامنځته شوې وي چې کلونه مخکې ضبط شوي وو او په یو بندري زېرمتون کې ساتل کېدل.
هغه ويلي چې په دې هکله پلټنې پیل شوې دي.
په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.