Language

امنیت شورا: افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو مسوولین دې محاکمه شي

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٩) : د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار پر محبس بريد غندلى او غوښتنه يې کړې ده چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري ډېره شي.

څو ورځې مخکې ١١ وسله والو مخالفينو د ننګرهار پر مرکزي محبس ډله ييز بريد کړى و، چې له امله يې ٢٥ کسان ووژل شول او ٤٤ نور ټپيان شوي وو، دغه راز سلګونه بنديان تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې په ننګرهار کې د وروستي برید په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی.

د امنیت شورا ويلي، ددې اړتیا ده چې ددغه ډول بریدونو او ترهګرو ډلو مالي ملاتړي، همکاران، روزونکي، تجهیزوونکي، مشران او لارښوونکي عدالت ته راکش کړل شي او د نړیوالو قوانینو په رڼا کې محاکمه شي.

سرچينې پر نړیوالو غږ کړی چې له افغانستان سره دې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپله همکاري ډېره کړي.

دغه شورا همدا راز وایي چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي. د سرچینې په خبره، په افغانستان کې د ترهګرو اوسني فعالیتونه نه یوازې دغه هېواد، بلکې ټولې نړۍ ته خطر دي چې باید نړیوال دغې مسئلې ته متوجه وي.

login or register a new account.