Language

​د ناټو سرمنشي: له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې همکارۍ ته دوام ورکوو

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٩): د ناټو سرمنشي له ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ تېره شپه ناوخته په خپل ټويټر کې ليکلي چې په دې اړيکه کې يې له دواړو افغان مشرانو سره د بين‌الافغاني خبرو پر پيل او د بنديانو پر خوشي کولو بحث کړى دى.

هغه د لويې مشورتي جرګې د پرېکړو په رڼا کې د بنديانو خوشي کولو او د بين الافغاني مذاکراتو د پيليدو هرکلى کړى دى.

د نوموړي په خبره، ټول اړخونه بايد د سولې په اړه له رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه استفاده وکړي.

سټولټنبرګ دغه ‌راز ټينګار کړی چې د ناټو د ترهګرۍ  پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ درېږي او خپل حضور به د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره تنظيموي.

د يادونې ده، مشورتي لویې جرګې د یکشنبې په ورځ د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشي کولو سره موافقه وکړه. له دې وروسته ولسمشر اشرف غني پرون د دغو زندانیانو خوشي کېدو فرمان لاسلیک کړ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د اګسټ له ۱۸ تر ۲۰مې نېټې پورې (راتلونکې اوونۍ) به بین‌الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي.

طالبانو هم ویلي چې هر وخت د دوی بندیان خوشې شي په څو ورځو کې به له حکومت سره خبرو ته کېني.

login or register a new account.

Related Topics