ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي چارواکي: لوګر او پکتيا کې ٢٠ طالبان وژل شوي

امنيتي چارواکي: لوګر او پکتيا کې ٢٠ طالبان وژل شوي

author avatar
12 Aug 2020 - 13:02
امنيتي چارواکي: لوګر او پکتيا کې ٢٠ طالبان وژل شوي
author avatar
12 Aug 2020 - 13:02

پل علم-ګردېز (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې په لوګر او پکتيا ولايتونو کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ اړوند پر لويه لار ماينونه خښول چې هوايي بريد پرې شوى دى.

ده وويل چې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو اووه ماين خښوونکي وژل شوي دي.

دغه راز ده زياته کړه چې تېره شپه طالبانو د مرکز اړوند د جمعه کلا او عمر اباد سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر ګزمې بريد کړى چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل چې په دغه جګړو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د طالبانو جسدونه اوس هم په سيمه کې پراته دي.

همدارنګه د مرکز پل علم د جمعه کلا يوه اوسېدونکي بلال پژواک ته وويل چې نن سهار اووه بجې د دوى په سيمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه په دې اړه نور معلومات نه درلودل.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيا کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن ايمل خان مومند وايي چې تېره شپه طالبانو پلان درلوده چې د زرمت ولسوالۍ په مقرب خېلو او د احمد خېلو ولسوالۍ په کلکين خولې سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړي.

هغه وايي: ((امنیتي ځواکونو ددغو بریدونو د پلان د عملي کېدو څخه مخنیوی کړى چې په پایله کې يې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.