Language

ولسمشر غني په مسکو کې افغان سفير ډاکټر لطيف بهاند له دندې لرې کړ

کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ولسمشر اشرف غني په شفاهي حکم په مسکو کې د افغانستان سفير ډاکتر لطيف بهاند له دندې لرې کړى دى.

ډاکټر بهاند د ١٣٩٧ لمريز کال د لړم په مياشت کې په روسیه کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوى و چې د ډېرو خلکو له خوا يې هرکلى هم وشو.

د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو د مرستيال ميرويس ناب په لاسليک په مسکو کې د افغانستان سفارت په يوه استول شوي مکتوب کې راغلي چې د ډاکتر بهاند دنده د روان کال د زمري په ١٩مه پاى ته رسېږي.

سرچينې زياته کړې چې د هغه دنده د ولسمشر اشرف غني د يوه شفاهي حکم له مخې چې د بهرنيو چارو وزارت ته يې کړى و، پاى ته رسېدلې.

په دغه مکتوب کې سفارت ته دنده سپارل شوې چې د يوه درې کسيز پلاوي له خوا دې له لطيف بهاند سره حسابونه تصفيه شي.

د بهرنيو چارو وزارت په مسکو کې د افغانستان سفارت مستشار وزير مختار همايون محتاط د سفارت د وارسي په توګه ټاکل شوى دى.

login or register a new account.