ګردېز (پژواک، ۲۷ زمری ۹۹): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ برنامې له لوري د پکتیا ولایت اووه ولسوالیوکې د محلي شوراګانو ۷۰ تنو غړو قومي مشرانو ته د سولې راوستلو او د اساسي قانون د ارزښت په اړه د پوهاوي د ورکشاپونو لړۍ پیل شوه.
د مسوولينو په وينا، په دې ولسوالیو' سیدکرم، احمدابا، میرزکې، احمدخېلو،لجې منګل،ډنډپټان اوڅمکنی شامل دي.
د ولسي ملاتړ برنامې یوتن روزونکي علاءالدین رحیق وايي، دغه ورکشاپونه به څلور ورځې دوام ولري چې ګډونوالو ته به د سولې پر اهمیت، مالکیت،ارزښت، شونتیاوو، ننګونو،پرتو خنډونو او د سولې په راوستو کې د ولس د ونډې او مکلفیت په اړه معلومات ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه، دغه ډول به ګډونوالو ته د هېواد د اساسي قانون تشریح،په ښې حکومتولۍ، اجتماعي عدالت، حقوقو او وجایبو کې د اساسي قانون په رول، د اساسي قانون او اسلام اړیکو په اړه هم معلومات ورکړل شي.
د ورکشاپ ګډونوال مدني فعال يارو بهار وايي چې د پارلمان غړي او ډېری نور لوړ پوړي چارواکي بېلابېل قوانين تر پښو لاندې کوي، چې له امله يې بيا عام خلک هم ځان پر رعايت مکلف نه بولي.
هغه پژواک ته وويل:((هغه ځای چې قانون جوړوي، لومړی یې بايد دوی پر ځان پلی کړي. د انساني طبيعت غوښتنه هم دا ده چې لومړی يې بايد پر ځان پلى کړې؛ ځکه مرجع او لارښود ته يې، نو چې ته يې نه پلی کوې، نور يې هم نه پلي کوي.))
قومي مشر عبدالجبار احمدزي وويل چې په دولت کې پراخ اداري فساد هم د قوانينو نه رعايت کېدو لوی لامل دی.
دى وايي: (( که قانون پوهانو قوانين پر ځان پلي کړي وای، ما او تا به نه وای نقض کړي، خو تاسو وينئ چې اول همدا قانون جوړوونکي، وزيران، واليان او نور غټان قانون ته ارزښت نه ورکوي. د همدوی له لاسه په ادارو کې فسادونه هم رامنځته شوي او قانون يې تر پښو او پيسو لاندې کړی دی.))
متقاعد ډګروال احمدجان د قوانينو له پلې کېدو د لوړې طبقې د معافيت او اداري فساد سربېره په هېواد کې اوږدمهاله جګړه د قوانينو د نقض او کم ارزښته کېدو عمده لامل بولي.
نوموړي پژواک ته وويل:((د افغانستان قوانينو د ويروس شکل غوره کړی. ټوپک سالار، او زورواکي معافيت ترې حاصل کړی او پر غريب حمله کوي. زورواکي يې نه عملي کوي او نه يې په کيسه کې دي او نه مو په دولت کې دا جديت شته چې دا مهمه مسله تعقيب کړي.))
د يادونې ده چې يوه مدني بنسټ په خپله يوه سروې کې هم دا مسئله ياده کړې او ويلي يې و، چې د زورواکي، پراخ اداري فساد او جګړو له امله د اساسي قانون سربېره د نورو قوانينو د پلې کېدو ګراف هم په خورا ټيټه درجه کې دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP