غزني (پژواک، ۲۸ زمری ۹۹): د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اندړو ولسوال حاجي محمد وایي، تېره شپه د غزني اندړو ولسوالۍ د لغړو په سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته پر يوه کور باندې د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې درې مېرمنې او دوه ماشومان وژل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه نور کسان ټپیان شوي دي.
نوموړى وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دغه مرمۍ په جګړه کې د کوم ښکېل لوري له خوا توغول شوې ده .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP