منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۴ غ.و
۱۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني په اندړو کې دیوې کورنۍ ۱۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۸ کتنې

غزني (پژواک، ۲۸ زمری ۹۹): د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اندړو ولسوال حاجي محمد وایي، تېره شپه د غزني اندړو ولسوالۍ د لغړو په سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته پر يوه کور باندې د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې درې مېرمنې او  دوه ماشومان وژل شوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه نور کسان ټپیان شوي دي.

نوموړى وايي، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

تراوسه  معلومه نه ده چې دغه مرمۍ په جګړه کې د کوم ښکېل لوري له خوا توغول شوې ده .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه