ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا قومي مشران:  اساسي قانون کې له اسلام سره په ټکر کې څه نشته

د پکتيا قومي مشران: اساسي قانون کې له اسلام سره په ټکر کې څه نشته

author avatar
20 Aug 2020 - 11:33
د پکتيا قومي مشران:  اساسي قانون کې له اسلام سره په ټکر کې څه نشته
author avatar
20 Aug 2020 - 11:33

ګردېز (پژواک، ٣٠ زمری ۹۹): د  پکتيا ولايت د اووه ولسواليو دمحلي شوراګانولسګونه قومي مشران د سولې لپاره پر قوي مذاکراتي ټيم ټاکل کېدو ټينګار کوي او وايي که صلاحيت ورکړل شي، د دولت او وسله والو طالبانو په نږدې کېدو او تفاهم کې محسوسه مرسته کولی شي.
دوی پرون تر غرمې وروسته  د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ برنامې"PSP" له خوا د اساسي قانون د پوهاوي 'سولې،سیمه ییزې حکومتولۍ او شخړو حل په اړه د څلور ورځيني پروګرام په پای غونډه کې وويل چې په اساسي قانون کې له اسلام سره په ټکر کې داسې څه نشته چې د نظام خلاف جګړې ته دې مشروعیت ورکړي او د سولې د خبرو مخه دې ډپ کړي.

د ميرزکې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالحليم په ناکره شپنيو عملياتو کې ملکي خلکو ته پر زيان اوښتو نيوکه وکړه او ويې ويل چې ولايتي اداره دې د دې چارې مخه ونيسي.

حليم وايي:((بې ځايه چاپې راباندې اچول کيږي، زما له ولسوال، قوماندان او محلي شورا پوښتنه نه کيږي. زه نه وايم چې عمليات او چاپه دې نه وي، خو کره او په همغږي دې وي، نه داسې چې ته د شپې راځې او زما ماشومان او تورسرې راته ژاړي چې کور يې راته تباه کړ.))

د ځاځي آريوب ولسوالۍ قومي مشر محمداکرم د وسله والو طالبانو او دولت له خوا د زندانيانو پر خلاصون او د سولې پر وړاندې د شته خنډونو پر له منځه وړلو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د باور فضا ټينګېدو لپاره دې دوه اړخيز اوربند وشي.

اکرم وويل: ((پکتيا د جرګو او مرکو کور دی، ټول خلک يې جرګې ته درناوی لري او ډېرې لويې ستونزې او جنجالونه يې حل کړي، خو د خواشيني ځای دی چې اوسمهال د سولې په خبرو کې د پکتياوالو ونډه په نشت حساب او د سولې په شان د اساسي خبرو لپاره يې ډېر کمزوری ټيم جوړ کړی.))

د څمکنيو ولسوالۍ قومي مخور جلال الدين بيا وايي چې په تېرو څلور ورځو کې يې د ځينو نورو موضوعاتو سربېره پر اساسي قانون هر اړخيز بحث وکړ، خو په دې ياد قانون کې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې هيڅ مورد نشته او په دې اړه کېدونکي تبليغات بې بنسټه دي.

نوموړي زياته کړه:(( موږ په تېرو څلور ورځو کې چې څومره وليدل، د اساسي قانون ټولې مادې له قرآن عظيم الشان څخه رااخيستل شوې دي، د افغانانو يووالی، پرمختګ او سوله په کې ده.))

د پکتيا والي محمدحليم فدايي يادې غونډې ته وويل چې دولت سولې ته ژمن دی او په دغې برخه کې د خلکو له خوا ورته شوې غوښتنې او سپارښتنې يې عملي کړې دي.

هغه زياته کړه چې د شپنيو عملياتو مخه به ونيسي او له خلکو يې وغوښتل چې سولې او ټولنيز ثبات ته واقعي کار وکړي، الکترونکي تذکرې واخلي او بېلابېلو پرمختيايي پروژو پلې کېدو کې همکاري وکړي.

حلیم فدایي له خلکو وغوښتل چې وسله وال مخالفین دې دعام المنفعه، ملي پروژو پر وړاندې ستونزو نه جوړولو ته را وبولي.

د پکتیا والي دولت مخالف وسله وال وننګول چې د هېواد په بیارغونه او عامه خدمتونو وړاندې کولو کې دې ورسره سیالي ته را ودانګي.

فدايي زياته کړه:(( الله تعالی فرمايي که د مسلمانانو دوه ډلې په خپلو کې سره په جنګ شوې، تاسو يې تر منځ سوله وکړئ او که کومې ډلې بغاوت کاوه او سوله يې نه منله، ويې وژنئ. موږ ټولې لارې منو او سولې ته غاړه ږدو، نو اوس حکم څرګند دی. دولت د خپل ملت پرمختګ او هوساينې ته ژمن دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.