کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٩) : د لغمان والي رحمت الله يارمل په ياد ولايت کې د ځمکو د غصب په اړه د پژواک اژانس د راپور ملاتړ او هرکلى کړى دى.
پژواک خبري اژانس د روانې مياشتې په ٢٧مه، په لغمان ولايت کې د ځمکو د غصب په اړه يو راپور خپور کړى و، په دغه راپور کې راغلي و چې د ولايت مقام په شاوخوا ۴۰۰مترۍ کې د ورزشي کمپلکس ۷۲ جريبه ځمکه غصب شوې او خلکو پرې شخصي کورونه جوړ کړي دي.
د لغمان والي رحمت الله يارمل د پژواک خبري اژانس د دغه څېړنيز راپور د ملاتړ او هرکلي ترڅنګ رسنيو ته ډاډ ورکړى چې د غصب او فساد پر وړاندې به جدي اقدامات کوي.
نوموړي دغه راز د لغمان خلکو او د ټولو رسنيو تر څنګ د پژواک خبري اژانس ادارې ته ډاډ ورکړى چې په راپور کې خپاره شوي موارد به په پوره شفافيت سره څېړي، غاصبين که په هره کچه وي د قانون منګلو ته سپاري او پر دوی به قانون عملي کوي.
يارمل زياته کړې : ((په دې برخه کې پياوړې اراده او هوډ شتون لري. ))
والي ويلي، له هر ډول فساد سره د مبارزې په پار ژمن دی او ښه بېلګه يې دا ده چې د خپل ماموريت د پيل په لومړيو ورځو کې د دولت شاه ولسوالۍ دوه امنيتي مسوولين يې له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته سپارل دي.
د لغمان ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه راز په مهترلام کې د لسګونه جريبه دولتي ځمکې د غصب او پلور په تور يې د فريدون په نوم يوتن نيولى او د قانون منګولو ته هم سپارل شوی دى.
سرچينې زياته کړې، د لغمان والي د ولايت په کچه د اصلاحاتو د راوستو لپاره پوره هڅه کوي، او په دې برخه کې د هر قانون ماتونکي پروړاندې به جدي قانوني چلند ترسره کيږي.
د لغمان ولايت مقام له خلکو، د رسنيو له استازو او ټولو اقشارو څخه هيله کړې چې د هر ډول فساد، غير قانوني کړنو، غصب د مخنيوي او نورو برخو کې له ولايتي ادارې سره د شواهدو په سپارلو کې همکاري وکړي چې له مخې يې په دې اړه قانون پلی او ښه حکومتوالي لا پياوړې شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن