ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليس سرتېرى: پلچرخي زندان کې پر نشه يي توکو روږدی شوم

پوليس سرتېرى: پلچرخي زندان کې پر نشه يي توکو روږدی شوم

author avatar
20 Aug 2020 - 16:10
پوليس سرتېرى: پلچرخي زندان کې پر نشه يي توکو روږدی شوم
author avatar
20 Aug 2020 - 16:10

ګردېز (پژواک، ٣٠ زمرى ۹۹): پر نشه يي توکو يو تن روږدی ځوان وايي چې د کابل په پلچرخي زندان کې پر نشه يي توکو روږدى شوى او دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دى.

ياد ځوان مجاهد نوميږي او د ملي پوليسو سرتېری و، چې په خبره يې د جګړې په جريان کې يې پر ډزو د يو تن د وژل کېدو له امله درې کاله په څرخي پله زندان کې بندي و.

مجاهد د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د ځينو مسوولينو له خوا محبس ته په کافي اندازه نشه يي توکو راوړل کېدل او هر چا کولای شول د پيسو په بدل کې د خپلې اړتيا وړ بېلابېل نشه يي توکي لکه چرس او پوډر تر لاسه کړي.

نوموړي زياته کړه: ((بنديخانو کې سم تجارت دی، خصوصآ پلچرخي کې. هلته غټ صاحب منصبان کيلو، کيلو پوډر راننه باسي. دا ډېره د خواشينۍ خبره ده چې يو جوړ سړى بندي شي او بيا له زندانه معتاد راووځي.))

مجاهد وويل چې پر نشو د روږدي کېدو له امله يې ژوند تباه شوی او خلک ورڅخه کرکه کوي.

نوموړی، چې اوسمهال په ګردېز کې د ودان په نوم د روږدو د درملنې په ۲۰ بستريز روغتون کې تر تداوي لاندې دی، وايي غواړي بېرته ژر روغ او خپل کور او دندې ته ستون شي.

ده زياته کړه: ((زما لوی ارمانونه په زړه کې و، خو چې په دې عمل اخته شوم، هر څه رانه پاتې شول. ملګري رانه پاتې شول، څوک اعتبار نه راباندې کوي، وايي دا نشه يي دی. که ما ځان ساتلی وای، اوس به صاحب منصبي ته رسېدلی وم.))

ده له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې له زندانونو لېدنه وکړي او په زندان کې دننه د نشه يي توکو د خرڅلاو مخه ونيسي.

د اړوندې موضوع په اړه د هېواد د زندانونو د تنظيم ادارې وياند فرهاد بياني پژواک ته وويل، په تېرو شاوخوا شپږو مياشتو ٢٠ هغه کسان نيول شوي چې زندانونو ته يې نشه يي توکي داخلول.

بياني زياته کړه چې زندانونو ته د نشه يي توکو په لېږد کې ډېری د بندخونو مسوولين لاس لري او دوی د يادې چارې د مخنيوي لپاره د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې جدي کار پيل کړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((مخکې دا ستونزه ډېره وه، خو اوس مو تر يو حده کنټرول کړې؛ مطلب دا نه دی چې په بشپړ ډول يې مخه نيول شوې، اوس هم ستونزې شته، خو د زندانونو چارو د تنظيم ادارې يو مهم لومړيتوب زندانونو ته د نشه يي توکو او ممنوعه توکو د لېږد مخنيوی دی.))

د يادونې ده چې په پکتيا کې پر نشه يي توکو د ګڼو ځوانانو روږدي کېدو اندېښنې پيدا کړې، چې يو لوی لامل يې يادو توکو ته په اسانه لاسرسی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.