Language

د افغانستان دولت، د پاکستان له خوا پرطالب مشرانو بنديزونه ارزوي

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٩) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پر طالب مشرانو د بندیزونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلاميه ارزوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن د وږي په ٢مه، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د افغانستان دولت به په دې اړه تر ارزیابۍ وروسته خپل موقف څرګند کړي.

هغه زياته کړې:"د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې پر طالبانو باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې د وضعه کېدلو ټینګار یې کړی ، دا اعلامیه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر لاسه کړه، غور ورباندې کوي او د افغانستان دولت به په دې اړه تر ارزیابۍ وروسته معلومات شریک کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه تېره اوونۍ یوه اعلامیه خپره شوه چې په کې د افغان طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون د نورو وسله والو ډلو پر مشرانو هم د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې د بندیزونو پر وضعه کېدلو باندې ټینګار شوی و.

د پاکستان له خوا د وسله والو ډلو پر مشرانو د بندیزونو په نوملړ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني او د حقاني د کورنۍ نور غړي هم شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:" حکومت خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې پرېکړه په بشپړ ډول پلې شي."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې کې پر یادو کسانو د سفر بندیز او د وسلو د بندیز ترڅنګ د شتمنیو کنګل کېدل شامل دي.

پاکستان داسې مهال پر طالب مشرانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې پر پرېکړې ټینګار کړی چې د طالبانو د قطر دفتر مشر عبدالغني برادر په پاکستان کې له بند څخه تر خوشي کېدو او قطر ته تر رسېدو وروسته د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.