ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ امنيه قوماندان: موږ مجرمین ونیسو خو دفتر ته لا نه یو رسېدلي چې بېرته خوشې شوی وي

د بلخ امنيه قوماندان: موږ مجرمین ونیسو خو دفتر ته لا نه یو رسېدلي چې بېرته خوشې شوی وي

author avatar
23 Aug 2020 - 15:19
د بلخ امنيه قوماندان: موږ مجرمین ونیسو خو دفتر ته لا نه یو رسېدلي چې بېرته خوشې شوی وي
author avatar
23 Aug 2020 - 15:19

مزارشريف (پژواک، ۲ وږی ۹۹): د بلخ ولايت اوسېدونکي او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازي وايي چې چارواکي دې هغه زورواکي ولس ته افشا کړي چې د مجرمينو ملاتړ کوي او له زندانونو يې خوشي کوي.

څو ورځې وړاندې د بلخ امنيه قوماندان يوه امنيتي ناسته کې ويلي وو چې دوی سهار مجرم ونيسي، خو مازديګر ته بېرته خوشی شوی وي.

د بلخ د خلکو په وينا، چارواکي په دې ډول څرګندونو له مسووليته تېښته کوي.

د دوی په خبره، د بلخ سيمه ييز چارواکي خو لږ تر لږه دا کولی شي چې مجرمين او ورانکارې ډلې خلکو ته افشا کړي.

د بلخ په ګڼو ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړو زياتېدو او په مزار ښار کې د جنايي جرمونو کچې په لوړېد سره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د بلخ اوسېدونکي وايي چې د بلخ سيمه ييز حکومت د جنايي جرمونو په کنټرول کې پاتې راغلی او بايد مرکزي حکومت د دې ستونزې  د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.

په بلخ کې اندېښنه دا ده چې يو شمېر زورواکي او مافيايي کړۍ په لږ وخت کې بېرته هغه غله او مجرمين له زندانونو خوشي کوي چې د پوليسو له خوا په دېر زحمت نيول شوي وي.

د بلخ امنيه قوماندان اجمل فايض هم پر دې خبرې اعتراف کړی او ويلي يې دي چې دوی کله مجرم ونيسي نو څو شېبې وروسته بېرته خوشی شوی وي.

نوموړي څو ورځې وړاندې يوې امنيتي ناسته کې ويلي وو: ((موږ غل له تومانچې او وسلې سره نيسو، مخکې له دې چې موږ له عملياتو څخه دفتر ته ورسېږو، نيول شوی مجرم بېرته خوشی شوی وي، اوس تاسې خپله فکر وکړئ، هغه مجرم به د بلې غلا لپاره څومره جرئت پيدا کړی وي، هغه غل ښه مطمين دی چې نه يې څوک لاس غوڅوي او نه يې څوک سر پرېکوي.))

خو د بلخ امنيه قوماندان دغه څرګندونې په ولسي جرګه کې د بلخ د استازو او عامو خلکو له نيوکو سره مخ شوي دي.

د ولسي جرګې غړی ګلرحمان همدرد وايي، چې چارواکي په دا ډول څرګندونو سره غواړي، چې له مسووليت څخه تېښته وکړي.

نوموړی وايي چې بار بار د بلخ دولتي مقاماتو همدا خبره کړې چې دوی مجرم نيسي خو يو شمېر زورواکي يې بېرته خوشي کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.