مزارشريف (پژواک، ۲ وږی ۹۹): د بلخ ولايت اوسېدونکي او په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازي وايي چې چارواکي دې هغه زورواکي ولس ته افشا کړي چې د مجرمينو ملاتړ کوي او له زندانونو يې خوشي کوي.
څو ورځې وړاندې د بلخ امنيه قوماندان يوه امنيتي ناسته کې ويلي وو چې دوی سهار مجرم ونيسي، خو مازديګر ته بېرته خوشی شوی وي.
د بلخ د خلکو په وينا، چارواکي په دې ډول څرګندونو له مسووليته تېښته کوي.
د دوی په خبره، د بلخ سيمه ييز چارواکي خو لږ تر لږه دا کولی شي چې مجرمين او ورانکارې ډلې خلکو ته افشا کړي.
د بلخ په ګڼو ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړو زياتېدو او په مزار ښار کې د جنايي جرمونو کچې په لوړېد سره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د بلخ اوسېدونکي وايي چې د بلخ سيمه ييز حکومت د جنايي جرمونو په کنټرول کې پاتې راغلی او بايد مرکزي حکومت د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.
په بلخ کې اندېښنه دا ده چې يو شمېر زورواکي او مافيايي کړۍ په لږ وخت کې بېرته هغه غله او مجرمين له زندانونو خوشي کوي چې د پوليسو له خوا په دېر زحمت نيول شوي وي.
د بلخ امنيه قوماندان اجمل فايض هم پر دې خبرې اعتراف کړی او ويلي يې دي چې دوی کله مجرم ونيسي نو څو شېبې وروسته بېرته خوشی شوی وي.
نوموړي څو ورځې وړاندې يوې امنيتي ناسته کې ويلي وو: ((موږ غل له تومانچې او وسلې سره نيسو، مخکې له دې چې موږ له عملياتو څخه دفتر ته ورسېږو، نيول شوی مجرم بېرته خوشی شوی وي، اوس تاسې خپله فکر وکړئ، هغه مجرم به د بلې غلا لپاره څومره جرئت پيدا کړی وي، هغه غل ښه مطمين دی چې نه يې څوک لاس غوڅوي او نه يې څوک سر پرېکوي.))
خو د بلخ امنيه قوماندان دغه څرګندونې په ولسي جرګه کې د بلخ د استازو او عامو خلکو له نيوکو سره مخ شوي دي.
د ولسي جرګې غړی ګلرحمان همدرد وايي، چې چارواکي په دا ډول څرګندونو سره غواړي، چې له مسووليت څخه تېښته وکړي.
نوموړی وايي چې بار بار د بلخ دولتي مقاماتو همدا خبره کړې چې دوی مجرم نيسي خو يو شمېر زورواکي يې بېرته خوشي کوي.
همدرد وويل: ((موږ له دغو مسوولينو پوښتنه کوو چې دا زورواکي څوک دي؟ موږ په دې باور يو، ته چارواکی چې د کوم چا له خوا راوستل شوی يې او دولتي دنده درکړل شوې، ښکاره ده چې د هغه کس غلو ته څه نه شې ويلی، لږ تر لږه دا جرئت خو کړه، مطبوعاتو ته يې ووايه چې دا زورواکی څوک دی.))
د ولسي جرګې دغه غړی وايي چې د قانون له مخې مسوول چارواکي مکلف دي څو مجرمين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د هغه په خبره، دا چې مجرمين بېرته خوشې کېږي، په دې برخه کې هم ډېر مسووليت چارواکو ته ور ګرځي چې دوی ولې دومره کمزوري دي.
نوموړی وايي چې په بلخ کې ډېری دولتي څوکۍ د سياسي او قومي معاملاتو پر اساس وېشل شوې نو ځکه همغږي نشته او هر چارواکی خپل کس ته کار کوي.
هغه له مرکزي حکومته غواړي چې د سياسي معاملو پر ځای دې وړ او مسلکي کسان پر دندو وګوماري.
مدني فعال سيد محمد يزدان پرست وايي چې د بلخ د سيمه ييزې ادارې پېچلی جوړښت د دې سبب شوی چې مجرمين يا نه نيول کېږي او يا هم له نيول کېدو سم دستي وروسته بېرته خوشې کېږي.
هغه زياته کړه: ((د بلخ سيمه ييزه اداره د احزابو ترمنځ وېشل شوې ده، هره ډله د خپل غله او مجرم ملاتړ کوي چې په همدې خاطر پوليس نه توانېږي څو مجرمين ونيسي.))
نوموړی وايي چې د دغه وضعيت په دوام سره به ستونزې، جرايم او نا امني نوره هم زياته شي.
د يزدان پرست په خبره، حل لاره دا ده چې دولتي چارواکي له هر ډول سياسي، حزبي او قومي مسايلو لرې شي او يواځې د قانون حاکميت او عملي کېدو ته کار ووايي.
هغه وايي چې مزارښار کې د جرمونو زياتېدو سره په ولسواليو کې هم د وسله والو فعاليتونه تر بل هر وخت څخه زيات شوي، چې په خبره يې د بلخ سيمه ييزه اداره يې د مخنيوي برخه کې ناتوانه ده.
د پوهنتون استاد حميد انصاري بيا وايي چې د بلخ سيمه ييز چارواکي تر ډېره په شعاري ډول چلند کوي او د جرايمو د مخنيوي لپاره سيستماتيک اقدام نه کوي.
نوموړی وايي چې کله د خلکو شکايتونه زيات شي نو چارواکي دوه يا درې ورځې جدي کېږي خو چې کله خلک غلي شي، بېرته هماغه کيسه وي.
انصاري پژواک ته وويل: ((دا خلکو ته پوښتنې پيدا کوي چې کله ستا چارواکي له لاسه غل خوشې کېږي؛ نو بيا څه ته ګورې، خلکو سره يې شريک کړه، چې دا زورواکی او قانون ماتوونکی څوک دی.))
هغه زياتوي، څو چې د زورواکو او مجرمينو منابع افشا نشي؛ نو وضعيت به همداسې روان وي.
نوموړي وويل چې روان وضعيت د بلخ هېڅ يوه اوسېدونکي ته د منلو وړ نه دی او که بيا چارواکي د چا نوم هم نه شي افشا کولی، نو ښه ده چې استعفا وکړي.
د بلخ ولايت مقام بيا وايي چې له جنايي مجرمينو او غلو سره به جدي چلند کوي.
د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې د ولايت مقام په وروستۍ اداري جلسه کې پرېکړه وشوه چې د غلو، مجرمينو او لوټمارانو پر وړاندې به جدي اقدامات کېږي.
هغه زياته کړه چې په دې جلسه کې د بلخ وکيلانو هم حضور درلود او ژمنه يې وکړه چې د مجرمينو په نيولو او قانون ته سپارلو برخه کې د امنيتي ارګانونو له اقداماتو ملاتړ کوي.
منير فرهاد د بلخ د مجرمينو خوشي کېدو په تړاو د بلخ امنيه قوماندان د څرګندونو په تړاو وويل: ((دا د قوماندان خپل شخصي نظر دی، خو د ولايت مقام وروستۍ پرېکړې امنيه قوماندان ته جرئت ورکړ، چې د مجرمينو پر وړاندې جدي عمليات وکړي او په دې برخه کې د ټولو خواوو ملاتړ ورسره دی.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










