ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ موټربم بريد د ځاني زيان ترڅنګ پراخ مالي زيانونه هم اړولي

د بلخ موټربم بريد د ځاني زيان ترڅنګ پراخ مالي زيانونه هم اړولي

author avatar
25 Aug 2020 - 15:52
د بلخ موټربم بريد د ځاني زيان ترڅنګ پراخ مالي زيانونه هم اړولي
author avatar
25 Aug 2020 - 15:52

مزارشريف (پژواک، ۴ وږی ۹۹): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو پر يوې امنيتي قرارګاه د موټربم بريد له امله د ځاني زيان ترڅنګ عامو خلکو ته پراخ مالي زيانونه اوښتي دي.

امنيتي چارواکي وايي چې بريد د سې شنبې سهار ۹ بجې وشو.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د يوه موټربم په وسیله رامنځته شوې چې موخه يې د کومانډو ځواکونو يوه امنيتي قرارګاه وه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو کومانډو عسکر وژل شوی او ۶ نور ټپيان شوي دي.

د رضايي په خبره، د چاودنې له امله ۲ ملکي وګړي هم وژل شوي او تر ۳۵ ډېر نور ټپيان شوي دي.

په ورته مهال بيا د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې د بلخ ولسوالۍ په موټربم بريد کې د څلور ملکي وګړو وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په ورته مهال يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې د ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

دغه امنيتي سرچينه وايي چې د کومانډو له ياد مرکزه سهار وخته ډېری سرتېري د پوځي عملياتو په نيت وتلي وو؛ نو ځکه د دغو ځواکونو تلفات کم دي.

د پژواک خبريال چې د چاودنې سيمې ته ورغلی و، وايي چې د چاودنې له امله د کومانډو ځواکونو قرارګاه په بشپړ ډول ويجاړه شوې او پېښې ته شاوخوا کورونه هم تخريب شوي دي.

د پېښې عيني شاهدان هم وايي چې چاودېدونکي توکي په يوه مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د کومانډو ځواکونو د قرارګاه په دروازه کې یې چاودنه ورکړې ده.

محمد علم چې د چاودنې ځای ته څېرمه يې د اوسېدو کور دی او اوس پر يوې کنډوالې بدل شوی، دغه وضعيت ستړی کوونکی بولي.

نوموړي پژواک ته وويل چې خپله په روزمزد کار کوي او په ډېرې خوارۍ يې ځان ته يو کور جوړ کړی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.