مزارشريف (پژواک، ۴ وږی ۹۹): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو پر يوې امنيتي قرارګاه د موټربم بريد له امله د ځاني زيان ترڅنګ عامو خلکو ته پراخ مالي زيانونه اوښتي دي.
امنيتي چارواکي وايي چې بريد د سې شنبې سهار ۹ بجې وشو.
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه د يوه موټربم په وسیله رامنځته شوې چې موخه يې د کومانډو ځواکونو يوه امنيتي قرارګاه وه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو کومانډو عسکر وژل شوی او ۶ نور ټپيان شوي دي.
د رضايي په خبره، د چاودنې له امله ۲ ملکي وګړي هم وژل شوي او تر ۳۵ ډېر نور ټپيان شوي دي.
په ورته مهال بيا د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې د بلخ ولسوالۍ په موټربم بريد کې د څلور ملکي وګړو وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په ورته مهال يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې د ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
دغه امنيتي سرچينه وايي چې د کومانډو له ياد مرکزه سهار وخته ډېری سرتېري د پوځي عملياتو په نيت وتلي وو؛ نو ځکه د دغو ځواکونو تلفات کم دي.
د پژواک خبريال چې د چاودنې سيمې ته ورغلی و، وايي چې د چاودنې له امله د کومانډو ځواکونو قرارګاه په بشپړ ډول ويجاړه شوې او پېښې ته شاوخوا کورونه هم تخريب شوي دي.
د پېښې عيني شاهدان هم وايي چې چاودېدونکي توکي په يوه مازدا موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د کومانډو ځواکونو د قرارګاه په دروازه کې یې چاودنه ورکړې ده.
محمد علم چې د چاودنې ځای ته څېرمه يې د اوسېدو کور دی او اوس پر يوې کنډوالې بدل شوی، دغه وضعيت ستړی کوونکی بولي.
نوموړي پژواک ته وويل چې خپله په روزمزد کار کوي او په ډېرې خوارۍ يې ځان ته يو کور جوړ کړی و.
د هغه په خبره، په چاودنه کې يې کور په بشپړ ډول ويجاړ شوی او دغه راز يې د کورنۍ درې غړي چې دوه ماشومان دي، هم ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي چې له روان وضعيت څخه نور خلک ستړي شوي او غوښتنه يې وکړه چې ژر تر ژره دې د سولې د خبرو برخليک معلوم شي.
احمد خان د بلخ ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی چې د چاودنې له امله يې کور په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.
هغه د پېښې کيسه داسې وکړه: ((زه بازار ته طرف ته تلم، يو مازدا موټر راغی، د پوستې مخکې ودرېد، موټروان کښته شو او ويل يې چې موټر يې خراب شوی او بايد د جوړولو غم يې وخوري، څو دقيقې نه وې تېرې چې چاودنه وشوه.))
نوموړي وويل چې له چاودنې وروسته يې ځان سيمې ته ورساوه او څو ملکي وګړي او عسکر يې وليدل چې پر ځمکه پراته وو.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د ده د کورنۍ ۲ ماشومان ټپيان شوي او دغه راز يې کور ويجاړ شوی دی.
احمدخان وويل: ((غريب سړی يم، همدا يو کور مې و، په اتلس لکه روپۍ مې جوړ کړی و، اوس په سپين ميدان پاتې شوم، چا ته وژاړو له چا کومک وغواړو.))
طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې بريد د دوی له خوا ترسره شوی.
د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په خبره، په ياد بريد کې ۶۱ کومانډو عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، دغه بريد يې په بلخ او زابل کې د افغان ځواکونو لخوا د طالب جنګياليو د وژل کېدو او همدا راز د هغوی مړو ته سپکاوي په غبرګون کې کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










