Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوې ښځې او خاوند یې تر سل ډېر موټر په چل او دوکه غلا کړي

کابل (پژواک، ۴ وږي ۹۹): د پژواک موندنې ښیي چې یوې ښځې او مېړه یې د درېیو شرکتونو له اسنادو په ګټه اخیستنې په لسګونه موټر په کرایه نیولي خو یو شمېر دغه موټر پر یادو دوو کسانو سربېره ورک او یو شمېر نور یې خلکو ته په ګرو ورکړي دي.

ځینې سرچینې وایي چې یاد مېرمن او خاوند تر سلو ډېر هایلکس، زره لنډکروزر، کرولا او پاراډو هر موټر په کابل کې له خلکو له ۶۵۰ تر ۵۰۰۰ امریکایي ډالرو په کرایه نیولي دي.

زیانمن وایي چې موټر یې شاوخوا دوه کاله مخکې د (ډینسن لمټېډ، د کوین د غیر نظامي البسو د تولید او نورزي نړیوال) درېیو شرکتونو له خوا په کرایه نیول شوي، خو له هغه وروسته چې د درېیو میاشتو کرایه یې ورکړې، مېرمن او یاد خاوند چې د فرېب کارۍ د دې معاملې په راس کې وو، ورک دي.

هغوی وایي چې رشید احمد د ډینسن لمټېډ، د رشید احمد مېرمن سعیده عمادي د کوین غیر نظامي البسو د تولید او محمد شفېع نورزی د نورزي نړیوال شرکتونو رییسان دي او د هغوی د موټرو د کرایې تړون له دغو شرکتونو سره شوی دی.

د یادو شرکتونو له لارې د موټرو د کرایې معامله په داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، یاد درې شرکتونه له هغه وزارت سره ثبت دي خو کوین او ډینسن شرکتونو له ۱۳۹۷ کال راهیسې خپل د فعالیت جوازونه نه دي نوي کړي.

یوه شکایت کوونکي او د کابل ښار د درېیمو مکروریانو په مارکېټ کې د خوراکي توکو پلورونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې سعیدې او خاوند یې له نوموړي سره چل کړی، ویلي یې وو چې په کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت او د امریکا متحدو ایالتونو د پراختیایي ادارې (USAID) دفتر مرمۍ ضد، هایلکس او کرولا موټر په کرایه نیسي، خو هغه کسان چې غواړي خپل موټر په کرایه ورکړي؛ باید د یادو شرکتو له لارې قرارداد وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت او د امریکا متحدو ایالتونو پراختیايي اداره وایي چې له یادو شرکتونو سره یې هېڅ ډول تړون نه درلود.

حاجي میرویس وویل چې هغه د رشیدي او سعیدې پر خبرو باور وکړ، ۲۵ موټر یې په لږ کرایه له خلکو ونیول او هر یو یې ډینسن شرکت ته له ۶۵۰ تر ۵۰۰۰ په ډېرو امریکایي ډالرو په میاشتنۍ کرایه ورکړل.

هغه زیاته کړه چې ۲۱ موټر یې سعیدې او څلور موټر یې د هغې خاوند رشید احمد ته سپارلي دي. میرویس د یادو موټرو د قراردادونو کاپي هم د پژواک په واک کې ورکړې ده.

د هغه په خبره، د پنځو موټرو درې میاشتنۍ کرایه یې ترلاسه کړې ده، خو له هغه وروسته یې چې د نورو موټرو کرایې اخیستلو لپاره مراجعه وکړه، ورته وویل شول چې یاده مېرمن او مېړه یې د دفتر ودانۍ چې په وزیر اکبر ساحه کې یې موقعیت درلود، خوشې کړې ده.

هغه وایي چې له هغه وروسته یې موټر، یاده مېرمنې او خاوند یې ټول ورک دي.

یو بل زیانمن محمد امین چې هغه هم له ډینسن، کوین او نورزي نړیوال شرکتونو سره د خپلو پنځو موټرو د کرایې قرارداد کاپي پژواک ته وړاندې کړه، وویل چې پنځه موټر یې رشید او سعیدې ته تسلیم کړي او په داسې حال کې ښځې او مېړه تښتېدلي او د ده موټر هم لادرکه دي او د دغو موټرو ان د یوې میاشتې کرایه یې هم نه ده ترلاسه کړې.

د کابل یو بل اوسېدونکی وزیرګل وایي چې کوین او نورزي نړیوال شرکتونو ته یې د دوو موټرو پر کرایه ورکولو تړون له ځان سره لري.

هغه وویل چې یو موټر یې ورک دی، خو یو بل یې رشید احمد او سعیدي د پنځه زره امریکایي ډالرو په بدل کې یوه موټر پلورونکي ته په ګروي ورکړی و.

هغه څرګنده کړه چې په ګرو ورکړل شوی موټر یې د پنځه زره امریکایي ډالرو په بدل ترلاسه کړی دی.

پر دې قضیه د لویې څارنوالۍ له خوا هم کار روان دی.

د څارنوالۍ د څېړنیزو چارو ریاست د اوومې کمېټې د اتهام پاڼې په کاپي کې راغلي: «د نورزي ټرانسپورټ شرکت رییس محمد شفېع د محمد نبي زوی د ۱۳۹۷/۱۱/۷ نېټې یوې عرض پاڼې په ترڅ کې د ملي امنیت ریاست ته عارض شوی او لیکلي یې دي چې د کوین شرکت رییس رشید احمد او مېرمنې یې د بهار موسسې مسووله سعیده عمادي، د دې په نوم چې د امریکا له سفارت سر یې د نقلیه وسایطو د اکمال قرارداد کړی، د یوې له مخکې عیار شوې برنامې په ترڅ کې ۷۹ نوي ماډل زره او هایلکس موټر د میاشتنۍ کرایې په نوم نیولي او د لا ډاډ ترلاسه کولو لپاره یې یو شمېر بانکي حسابونو فورمې له غضنفر بانک څخه که د درج شوي مبلغ ډېرې پيسې وې، وړاندې کړې او د څلورو میاشتو لپاره یې د وسایطو کرایه په نورمال ډول ورکړې او وروسته د کرایې پر نه ورکولو سربېره د دغه شرکت اړوند وسایل چې ټوله بیه یې یومیليون او اووه سوه او شل زره امریکایي ډالره کېږي، نامعلومو ځایونو ته یې انتقال کړي او معلومه نه ده چې له یادو وسایلو څخه په څه موخه او څه ډول ګټه اخلي او له بلې خوا رشیدي او مېرمن یې له هماغې نېټې وروسته تښتېدلي او ورک دي.))

څارنوالي لیکي، یو شمېر یاد موټر په ګروي ورکړل شوي، سید حبیب او سید چراغ یو شمېر وسایط د رشید احمد او مېرمنې یې سعیدې له خوا دوی ته په ګروي ورکړل شوي، د ملي امنیت له خوا نیول شوي دي.

دغه راز پر محمد شفېع نورزي پر ضد د الزامي دلایلو د اتهامنامې په یوه برخه کې راغلي: «۱- د عارضینو مستقیمه ادعا د دې په اړه چې محمد شفېع د رشید شریک دی او ما خپل موټر محمد شفېع ته تسلیم کړي. ۲- د هغه قرارداد خط موجودیت چې په هغه کې د محمد شفېع لاسلیک او د دفتر ټاپه موجود دي. ۳- د کابل په امنیې قومانداني کې د رشید احمد د احضار ضامن. ۴- د دې په اړه د میرویس اظهارات چې محمد شفېع زه دفتر ته ور وغوښتم او ویې ویل چې له چا سره مې د امریکا سفارت تړون واخیست او رشید احمد د هغوی دفتر ته راته او په همدې اړه یې خبرې درلودې.»

د دغه سند په بله برخه کې راغلي: «د جرم پورته جریان ته په کتو اسامیان هر یو سید چراغ علي او سید حبیب د فریبکارۍ په قضیه کې د اسامیانو سعیدې او عبدالرشید د جرمي شریکانو په توګه د ۷۲۵ مادې مطابق او د جزا کوډ ۵۸ او ۱۴ موادو ته په کتو او محمد شفیع د ۷۲۵ او ۴۹۲ موادو مطابق د جزا کوډ د ۵۸ او ۱۴ موادو په نظر کې نیولو سره د سزا مستوجب پېژندل شوي دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې زیانمنو له پژواک سره شریک کړي، سید حبیب او سید چراغ علي چې په ضمانت خوشي شوي دي، اوس مهال تښتېدلي او د اړیکو شمېرې یې هم کار نه کوي، خو محمد شفېع نورزی په کابل کې دی او وایي چې دی هم د رشید او د هغه د مېرمنې د چل ښکار شوی او اړ شوی چې په میلیونونو ډالر زیانمنو ته ورکړي.

د نورزي نړیوال شرکت رییس محمد شفېع نورزي پژواک ته وویل چې دوه کاله وړاندې رشید نومي چې له مخکې یې ورسره پېژندل، ورته یې وویل چې د امریکا سفارت د وسایطو د اکمال پروژه نیولې ده او غواړي چې دی (شفېع) هم په دغه تړون کې ورسره شریک کړي.

هغه وویل: «له بحثونو وروسته کار پیل شو، ما څو ځلې رشید ته وویل چې تړون لاسلیک کړو چې زه شریک یم، هغه د نن او سبا په پلمه له ما سره تړون ونه کړ او هر وخت یې ویل چې نن یې کوم یا سبا، په همدې موده کې ما د هغه لپاره له یو شمېر کسانو ۴۶ موټر په کرایه ونیول او رشید نومي ته مې وسپارل، درې میاشتې د موټرو کرایه هم ما ورکړه، له څو ځلې ورتګ او غوښتنې رشید راته د غضنفر بانک څو سټټمینټونه راوړل او ویې ویل چې د هغه په هر اکونټ (حساب) کې یونیم ميلیون ډالر انتقال شوي، اندېښنه ونه کړې.»

هغه زیاته کړه: «ما چې د بانک اسناد ولیدل او د مېرمنې انځورونه یې چې له څو بهرنیانو سره یې اخیستي وو، را وښودل چې له دې وروسته د امریکا سفارت ټولې پروژې زما دي، نو زما اندېښنه هم کمه شوه.»

نورزی وایي چې دغه مهال هغه ته کار پیدا شو او له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته ولاړ، کله چې له کاناډا بېرته راغی چې رشید نومی او مېرمن یې دواړه ورک دي.

هغه وویل: «کابل ته مې له راتګ سره سم لسګونو کسانو زما دفتر ته مراجعه وکړه او د کرایې او موټرو غوښتنه یې وکړه، ما چې هر څومره اړیکې ونیولې، د رشید او مېرمنې درک یې نه و، وروسته د خلکو د شکایت له رسېدو او مراجعې نه پس خبر شوم چې هغه زما د دفتر په نوم ۱۰۷ مختلف ډوله موټر له خلکو په کرایه نیولي دي.»

نوموړی وایي، اړ شو څو څلور اعشاریه اووه ميلیونه ډالر د ۴۶ موټرو بیه او ۲،۶ ميلیونه ډالر د دغو موټرو کرایه د موټرو څښتنانو ته ورکړي؛ ځکه دغه موټر ده له خلکو په کرایه نیولي او رشیدي او مېرمنې ته یې تسلیم کړي وو.

هغه وویل چې د دغو پیسو د ورکولو لپاره یې کور، ځمکه او خپل نور ملکیتونه وپلورل او د ده اقتصادي وضعیت داسې حال ته رسېدلی چې په ټکسي موټرو کې تګ راتګ کوي.

نورزي د نورو موټرو په اړه وویل: «رشید له فرصته په ګټې اخیستو زما د دفتر مُهر جوړ کړی او دغه مُهر چې په ځینو قراردادونو کې شته، زما اړوند و، زه حاضر یم څو د ټولو پاتې موټرو تاوان ورکړم.»

د لویې څارنوالۍ یاند جمشېد رسولي وایي چې دغه قضیه د څارنوالۍ له لوري محکمې ته استول شوې وه؛ خو محکمې د شفېع نورزي د ادعا پر بنسټ چې ګواکې د هغه د شرکت مُهر جعلي جوړ شوی و، قضیه یې دویم ځلي ځارنوالۍ ته ولېږله او اوس مهال د دې ادارې تر دویم ځلي څېړنو لاندې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.