کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ازبکستان ته د سفر پر مهال به له دغه هېواد سره د برېښنا لس کلن قرارداد لاسليک کړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمد حنيف اتمر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر د جمعې په ورځ تاشکند ته روانېږي.
هغه زياته کړه چې نوموړي سره به په دې سفر کې د سوداګرۍ او صنعت او د ترانسپورټ سرپرست وزير، د برېښنا شرکت رييس، د اوسپنې ادارې رييس، د ولسمشر ددفتر رييس شاکر کارګر او يو شمېر نور چارواکي ملتيا کوي.
هېواد وايي چې افغان پلاوى به د ازبکستان له يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره دليدنو کتنو ترڅنګ له دغه هېواد سره يو شمېر تړونونه هم لاسليک کوي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې په دې تړونونو کې تر ټولو مهم يې د لسو کلونو لپاره د برېښنا د لين د لېږد تړون هم شامل دى.
دى وايي چې ددې ترڅنګ به له ازبکستان سره د سوداګرۍ، فرهنګ او ګمرکونو په برخو کې نور تړونونه هم لاسليک شي.
login or register a new account.