منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان له ازبکستان سره د برېښنا لس کلن قرارداد لاسليکوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ازبکستان ته د سفر پر مهال به له دغه هېواد سره د برېښنا لس کلن  قرارداد لاسليک کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمد حنيف اتمر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر د جمعې په ورځ تاشکند ته روانېږي.

هغه زياته کړه چې نوموړي سره به په دې سفر کې د سوداګرۍ او صنعت او د ترانسپورټ سرپرست وزير، د برېښنا شرکت رييس، د اوسپنې ادارې رييس، د ولسمشر ددفتر رييس شاکر کارګر او يو شمېر نور چارواکي ملتيا کوي.

هېواد وايي چې افغان پلاوى به د ازبکستان له يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره دليدنو کتنو ترڅنګ له دغه هېواد سره يو شمېر تړونونه هم لاسليک کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې په دې تړونونو کې تر ټولو مهم يې د لسو کلونو لپاره د برېښنا د لين د لېږد تړون هم شامل دى.

دى وايي چې ددې ترڅنګ به له ازبکستان سره د سوداګرۍ، فرهنګ او ګمرکونو په برخو کې نور تړونونه هم لاسليک شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست