کابل (پژواک، ۶ وږی ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي چې ځانګړو ځواکونو هغه ترهګريزه ډله چې د عاشورا پر حسيني عزادارانو يې د بريد پلان درلود، نيولې ده.
د کورنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ۶مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په اړوند سيمو کې د ترهګرۍ ضد ځينې هدفمند عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ياده ډله هم نيولې ده.
سرچينه زياتوي، یاد عملیات تېره شپه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ترسره شوي چې په پایله کې يې د يوې ښځې په ګډون د ترهګرو ۹ کسیزه ډله ونيول شوه.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې يادې ډلې غوښتل چې په کوټه سنګي سيمه کې د عاشورا پر حسیني عزادارانو بريد پلان کړي چې د چاودېدونکو توکو له دوه واسکټونو او شپږ کړۍ بمونو سره يو ځای نيول شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي چې امنيتي ځواکونو د کابل ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو یوه پنځه کسيزه ډله نیولې ده.
د يادولو ده چې ملي پولیسو په کابل کې د حسیني عاشورا د ورځو د امنیت ساتنې په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP