کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۹۹): د پشه یي او نورستاني قومونو شورا ګانې او د "خانه صلح افغانستان" په نوم بنسټ د ملي مصالحې د عالي شورا غړو پر ۴۶ کسیز نوملړ نیوکه کړې او په دې اړه يې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د زمري د نهمې نېټې په شپه د یو فرمان په ترڅ کې د ملي مصالحې د عالي شورا ۴۶ غړي اعلان او د سیاسي کمېټو غړي او د ملي مصالحې د عالي شورا رهبري د دغه فرمان د ضمیمې په څلورو برخو کې چې سیاسي او جهادي مشران، لوړپوړي دولتي کسان، مېرمنې او د ملي مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ پلاوى دى، منظور کړي دي.
نن په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان او کاپیسا کې مېشتو د پشه یي قوم اړوند ځینو کسانو او دغه راز نورستانیانو په کابل ښار کې د یوه لاریون په ترڅ کې د ملي مصالحې د عالي شورا پر اعلان شوي نوملړ، نیوکه وکړه.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکوی استازي او د پشه یي قوم د سرتاسري شورا رییس حاجي حضرت علي په دغه لاریون کې وویل: «موږ قوم پرستان نه یو او نه غواړو قوم پرستي وکړو، خو اوس چې د قوم پراساس څوکۍ وېشل شوې دي باید د هر قوم حق ورکړل شي.»
د نوموړي په خبره، د سیاسي کمېټو په نوملړ او ملي مصالحې د عالي شورا په رهبرۍ کې عدالت نه دی تامین شوی، یوه قوم ته لس څوکۍ ځانګړې شوې او بل قوم ته پنځه څوکۍ، خو ځینو قومونو ته حتى یوه څوکۍ هم په پام کې نه ده نیول شوې.»
هغه زیاته کړه، پشه یي، نورستاني، ګجر او بلوڅ قومونه چې تل په نظام کې ښکېل دي، په هره ملي پروګرام کې یې برخه لرله او په دوو وروستیو لسیزو کې يې د نظام د بقا لپاره قرباني وکړې ده، پام نه دی ورته شوی.
نوموړی ادعا کوي چې دغه قوم ته نه یوازې په ملي مصالحې عالي شورا کې، بلکې په نظام کې حق نه دی ورکړل شوی.
حضرت علي زیاته کړه، که یې حق ورنه کړل شي، په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان او سفارتونو ته مراجعه کوي، مدني حرکتونه کوي او د افغانستان له دولت سره اړیکې پرې کوي.
د افغانستان په ختیځ کې د پشه یي قوم د شورا رییس حاجي رستم خان خاور نورستاني، په دغه لاریون کې وویل چې ولسمشر وایي چې هيڅ افغان پر بل افغان برتري نه لري، خو د ملي مصالحې د عالي شورا ترکیب وښوده چې د قومونو تر منځ توپیرونه موجود دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP