کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۹۹): د پشه یي او نورستاني قومونو شورا ګانې او د "خانه صلح افغانستان" په نوم بنسټ د ملي مصالحې د عالي شورا غړو پر ۴۶ کسیز نوملړ نیوکه کړې او په دې اړه يې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
ولسمشر محمد اشرف غني د زمري د نهمې نېټې په شپه د یو فرمان په ترڅ کې د ملي مصالحې د عالي شورا ۴۶ غړي اعلان او د سیاسي کمېټو غړي او د ملي مصالحې د عالي شورا رهبري د دغه فرمان د ضمیمې په څلورو برخو کې چې سیاسي او جهادي مشران، لوړپوړي دولتي کسان، مېرمنې او د ملي مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ پلاوى دى، منظور کړي دي.
نن په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان او کاپیسا کې مېشتو د پشه یي قوم اړوند ځینو کسانو او دغه راز نورستانیانو په کابل ښار کې د یوه لاریون په ترڅ کې د ملي مصالحې د عالي شورا پر اعلان شوي نوملړ، نیوکه وکړه.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکوی استازي او د پشه یي قوم د سرتاسري شورا رییس حاجي حضرت علي په دغه لاریون کې وویل: «موږ قوم پرستان نه یو او نه غواړو قوم پرستي وکړو، خو اوس چې د قوم پراساس څوکۍ وېشل شوې دي باید د هر قوم حق ورکړل شي.»
د نوموړي په خبره، د سیاسي کمېټو په نوملړ او ملي مصالحې د عالي شورا په رهبرۍ کې عدالت نه دی تامین شوی، یوه قوم ته لس څوکۍ ځانګړې شوې او بل قوم ته پنځه څوکۍ، خو ځینو قومونو ته حتى یوه څوکۍ هم په پام کې نه ده نیول شوې.»
هغه زیاته کړه، پشه یي، نورستاني، ګجر او بلوڅ قومونه چې تل په نظام کې ښکېل دي، په هره ملي پروګرام کې یې برخه لرله او په دوو وروستیو لسیزو کې يې د نظام د بقا لپاره قرباني وکړې ده، پام نه دی ورته شوی.
نوموړی ادعا کوي چې دغه قوم ته نه یوازې په ملي مصالحې عالي شورا کې، بلکې په نظام کې حق نه دی ورکړل شوی.
حضرت علي زیاته کړه، که یې حق ورنه کړل شي، په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان او سفارتونو ته مراجعه کوي، مدني حرکتونه کوي او د افغانستان له دولت سره اړیکې پرې کوي.
د افغانستان په ختیځ کې د پشه یي قوم د شورا رییس حاجي رستم خان خاور نورستاني، په دغه لاریون کې وویل چې ولسمشر وایي چې هيڅ افغان پر بل افغان برتري نه لري، خو د ملي مصالحې د عالي شورا ترکیب وښوده چې د قومونو تر منځ توپیرونه موجود دي.
د هغه په وینا، نورستانیان له هېواده د دفاع په برخه کې قرباني وکوي، خو په یاده شورا او کابینه کې برخه نه لري.
هغه هم وویل چې که یې حق ورنه کړل شي په لاریونونو به لاس پورې کړي.
دغه راز د افغانستان د سولې کور په نامه يوه بنسټ د یو اعلامیې په خپرولو وایي چې د ملي مصالحې د عالي شورا په تشکیل کې مدني فعالان، د جګړې د قربانیانو استازي، د بشري حقونو مدافعین، اقلیتونه او ځوانان نه لیدل کېږي او په هغه کې ډېری د حکومت کارکوونکي شتون لري چې ډېری هغه انتضابي څېرې او تکراري کسان دي.
همداراز سرچینه لیکي چې د دغې شورا د غړو ترمنځ سیاسي تفاهم وجود نه لري او د سیاسي تفاهم نشتوالی کولای شي د سولې بهیر د پرمختګ لپاره لویه ستونزه راولاړه کړي.
د راپورونو له مخې، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي ګوند رییس صلاح الدین رباني چې په ۴۶ کسیز نوملړ کې شامل دي، ویلي چې له دغه نوملړ سره موافق نه دي او په دغه نوملړ کې خپل غړیتوب ردوي. دغه راز د افغانستا د اسلامي وحدت ګوند مشر او د ملي مصالحې د عالي شورا غړي محمد کریم خلیلي ویلي چې په دې اړه به خپل دریځ وروسته اعلان کړي.
ياد بنسټ د چا د نوم له یادولو پرته زیاتوي چې ډېری ملي، سیاسي او مدني څېرې د شخصي سلیقو او عقدو پراساس له لېسته اېستل شوې دي، د رهبرۍ په کچه د مېرمنو رول کم رنګ دی، تکړه او د سولې د حوزې فعالې مېرمنې په نوملړ کې نشته او له معرفي شوو غړو سره مخکې له مخکې مشوره نه ده شوې چې دغه موضوع کولای شي د ګډوډۍ او ځنډ سبب شي.
سرچینې د میکانېزم له جوړولو سربېره د ملي مصالحې د عالي شورا د غړیتوب په لغوه کولو له ټینګار سره ویلي چې د صادر شوي فرمان له مخې، ټول غړي د رهبرۍ د دغو غړو له خوا ټاکل کېږي چې دا خپله کولای شي د غړو ترمنځ ډېر فساد ته زمینه برابره کړي.
نوموړي بنسټ وړاندیز کړی چې د ملي مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ د غړو پر نوملړ دې بيا کتنه وشي، څو د ټولو د منلو وړ وګرځي او چې هر څومره ژر وي د رهبرۍ صلاحیتونه او کاري لایحې دې مشخصې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










