Language

​له غزني کندهار ته د وارداتي برېښنا پایو چارې ۹۵ او د مزو یې ۱۵ سلنه ترسره شوې دي

کندهار (پژواک، ۱۱ وږی ۹۹): چارواکي وايي، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د پایو درولو چارې ۹۵ او د هغو د مزو غځولو چارې ۱۵ سلنه ترسره شوې دي.

د کندهار د برېښنا رییس امان الله ایوب فاروقي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د پایو درولو او مزو غځولو چارې د کرونا بحران او قرنطین له امله له ځنډ سره مخ شوې وې چې اوس بېرته پیل شوې دي.

دی وايي، تر دې مهاله د دې پروژې اړوند د پایو درولو کار ۹۵ سلنه او د مزو غځولو هغه ۱۵ سلنه مخې ته تللی دی.

د ده په خبره، له ژمنې سره سم باید د دې پروژې چارې د روان کال په چنګاښ میاشت کې بشپړې شوې وای، خو د کرونا او قرنطین له امله یې چارې له ځنډ سره مخ شوې.

نوموړي وویل، ټاکل شوې ده د دې پروژې کار د روان کال تر وروستیو بشپړ شي.

هغه زیاته کړه، د برېښنا د دې پروژې تړون د افغانستان برېښنا شرکت په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د KEC له نړیوالې هندي کمپنۍ سره لاسلیک کړی.

د ده په خبره چې پر یاده پروژه له ۱۱۳ میلیونه ډالرو ډېر لګښت راځي چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې/ USAID له خوا د افغانستان دولت له لارې ورکول کېږي.

login or register a new account.

Related Topics