کندهار (پژواک، ۱۱ وږی ۹۹): چارواکي وايي، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د پایو درولو چارې ۹۵ او د هغو د مزو غځولو چارې ۱۵ سلنه ترسره شوې دي.
د کندهار د برېښنا رییس امان الله ایوب فاروقي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د پایو درولو او مزو غځولو چارې د کرونا بحران او قرنطین له امله له ځنډ سره مخ شوې وې چې اوس بېرته پیل شوې دي.
دی وايي، تر دې مهاله د دې پروژې اړوند د پایو درولو کار ۹۵ سلنه او د مزو غځولو هغه ۱۵ سلنه مخې ته تللی دی.
د ده په خبره، له ژمنې سره سم باید د دې پروژې چارې د روان کال په چنګاښ میاشت کې بشپړې شوې وای، خو د کرونا او قرنطین له امله یې چارې له ځنډ سره مخ شوې.
نوموړي وویل، ټاکل شوې ده د دې پروژې کار د روان کال تر وروستیو بشپړ شي.
هغه زیاته کړه، د برېښنا د دې پروژې تړون د افغانستان برېښنا شرکت په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د KEC له نړیوالې هندي کمپنۍ سره لاسلیک کړی.
د ده په خبره چې پر یاده پروژه له ۱۱۳ میلیونه ډالرو ډېر لګښت راځي چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې/ USAID له خوا د افغانستان دولت له لارې ورکول کېږي.
فاروقي وايي، د برېښنا دا مهمه او لويه پراختیايي پروژه د غزني، زابل او کندهار ولایتونو (غزني ښار، قره باغ، مقر، شاجوی، کلات او کندهار ښار) تر سل زره ډېر پېرودونکي له برېښنا برخمن کوي.
ده خبر ورکړ چې د دې پروژې له مخې به یوازې کندهار ۲۳۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.
د ده په خبره، دغه پروژه به د خلکو د اقتصاد پر پیاوړتیا، کرنیز سکټور او تولیداتو، پوهنې، فابریکو او د خلکو د ژوند کچې په لوړېدو او ښه کېدو کې مثبتې اغېزې ولري.
دا مهال کندهار ته له کجکي بند، ډېزلي جنراتورونو او لمریزې برېښنا له پروژې ۴۰ ميګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې په ۲۴ ساعتونو کې هره کورنۍ ۲۰ ساعته برېښنا لري.
په داسې حال کې چې کندهار له ۲۰۰ ميګاواټه څخه ډېرې برېښنا ته اړتیا لري.
د برېښنا کمښت د کندهار د ټولو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.
له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یوازې ۱۵۴ فابریکې
نیمه فعالې دي خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.
په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي چې شاوخوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.
د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی محمد اجمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د برېښنا نشتوالي د خلکو پر ژوند، اقتصاد او ورځنیو چارو بد اغېز کړی او کلونه وشول چې له دې ستونزې کړېږي.
دی وايي، د هلمند له کجکي بند څخه کندهار ښار ته پر غځېدلې برېښنا هېڅ حساب نه کېږي؛ ځکه کله د جګړو او کله هم د معمولي باد او توپان له امله مزي شلېدلي وي او بیا جوړول یې ورځې او اوونۍ وخت اخلي.
دی غوښتنه کوی چې د خلکو د ژوند د بدلون په موخه دې حکومت کندهار ته د برېښنا رسولو چارې چټکې کړي.
بلخوا د کندهار صنعتکاران هم وايي چې د برېښنا کمښت د صنعت پر ودې ناسم اغېز کړی.
د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې غړي فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د صنعتکارانو تر ټولو عمده ستونزه د برېښنا د کمښت ده چې له یوې خوا یې له امله لسګونه فابریکې تړلې پاتې دي او لسګونه هغه چې فعالې دي فعالیت یې نیمګړی دی.
د صنعتي پارک لپاره د ۱۰ میګاواټه سولر برېښنا په اړه مشکاني وویل، له بده مرغه دغه برېښنا د کجکي په برېښنا پورې تړلې ده او په مستقله توګه ګټه نه شي ورڅخه اخیستل کېدای.
دی وايي، دغه پروژه په ډېره لوړه کچه پرانیستل شوه خو له بده مرغه هغه الې چې له سولر څخه په مستقله توګه ګټه اخیستنه ممکنه کوي، نصب شوي نه دي.
د ده په خبره، له همدې امله کله کله د برېښنا جریان له ډېرېدو او کمېدو او یا هم تګ او راتګ له امله ماشنیري زیان ویني.
مشکاني زیاتوي، په ټوله کې په صنعتي پارک کې ۷۴۶ فابریکو ته ځمکې ورکړل شوې چې ۳۵۰ فابریکې اوس موجودې دی خو د برېښنا د کمښت ستونزې له امله بیا یوازې ۸۰ فابریکې د ورځې او ۸۰ فابریکې د شپې له پلوه فعالیت کوي.
څه موده وړاندې د برېښنا شرکت چارواکي کندهار ته راغلي وو او دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا د لېږد په اړه یې ویلي وو چې چارې یې په چټکۍ روانې دي او دغه راز دغلته د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کارونه هم بشپړ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده په هلمند کې د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا تولید انرژۍ شبکه ډېره ژر پیل شي او دې ته باید په هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې شبکې جوړې شي، ځکه د دې کچې د
جذب لپاره یوازې لښکرګاه ښار بسنه نه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










