کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): د افغانستان حکومت د طالبانو له پاتې خطرناکو بنديانو لسګونه یې خوشي کړي، خو په رسمي توګه له رسنيو سره معلومات نه شريکوي.
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر يوه غړي احمدالله واثق تېره شپه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په تېرو دوو ورځو کې له څرخي پله زندان او بګرام څخه يې ١٠٠ بنديان خوشي شوي دي.
هغه زياته کړې چې په خوشوو یادو بنديانو کې ٥٤ یې پر اعدام محکوم وو، دغه راز په خوشي شوو کې دوه ښځې بنديانې هم شاملې دي.
نوموړي ويلي چې دغه بنديان د دوى د مشرتابه له ډېر ټينګار وروسته خوشي شوي دي.
د پژواک په ګډون ګڼې رسنۍ له تېرو دوو ورځو راهيسې هڅه کوي چې په دې اړه د حکومت رسمي نظر ترلاسه کړي، خو حکومتي وياندويان د بنديانو خوشي کولو په تړاو رسمي خبرې نه کوي، خو له ځينو رسنيو سره يې د سرچينو په حواله معلومات شريک کړي دي.
بلخوا د کندهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو له پاتې بنديانو څخه اته تنه د کندهار له زندانه خوشي شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغا لالي دستګيري د دغو بنديانو خوشي کولو پر مهال ويلي چې ياد بندیان د سولې بين الافغاني خبرو اترو پيلېدو په موخه د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې خوشي شول.
هغه له خوشي شوو بندیانو وغوښتل چي نور جګړې ته ولاړ نه شي او د سولې پيغام تر خپلو سيمو او کورنیو پورې ورسوي.
بلخوا ځينو رسنيو د سرچينو په حواله ليکلي چې حکومت په تېرو دوو ورځو کې ٢٥٠ طالب بنديان خوشي کړي او پاتې به يې هم نن خوشي او پروسه به بشپړه شي.
يوې سرچينې دا هم ويلي چې طالبانو هم د حکومت څلور کومانډو سرتېري خوشي کړي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
د ملي مصالحې شورا وياند فريدون خوځون وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل پر وړاندې ټول خنډونه له منځه تللي او د بنديانو خوشي کولو پروسه به هم ډېر ژر بشپړه شي.
د هغه په وينا، د افغان حکومت مرکچي پلاوى دوحې ته د سفر لپاره بشپړ چمتو دى.
login or register a new account.