کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٩): د افغانستان حکومت د طالبانو له پاتې خطرناکو بنديانو لسګونه یې خوشي کړي، خو په رسمي توګه له رسنيو سره معلومات نه شريکوي.
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر يوه غړي احمدالله واثق تېره شپه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په تېرو دوو ورځو کې له څرخي پله زندان او بګرام څخه يې ١٠٠ بنديان خوشي شوي دي.
هغه زياته کړې چې په خوشوو یادو بنديانو کې ٥٤ یې پر اعدام محکوم وو، دغه راز په خوشي شوو کې دوه ښځې بنديانې هم شاملې دي.
نوموړي ويلي چې دغه بنديان د دوى د مشرتابه له ډېر ټينګار وروسته خوشي شوي دي.
د پژواک په ګډون ګڼې رسنۍ له تېرو دوو ورځو راهيسې هڅه کوي چې په دې اړه د حکومت رسمي نظر ترلاسه کړي، خو حکومتي وياندويان د بنديانو خوشي کولو په تړاو رسمي خبرې نه کوي، خو له ځينو رسنيو سره يې د سرچينو په حواله معلومات شريک کړي دي.
بلخوا د کندهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو له پاتې بنديانو څخه اته تنه د کندهار له زندانه خوشي شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغا لالي دستګيري د دغو بنديانو خوشي کولو پر مهال ويلي چې ياد بندیان د سولې بين الافغاني خبرو اترو پيلېدو په موخه د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې خوشي شول.
هغه له خوشي شوو بندیانو وغوښتل چي نور جګړې ته ولاړ نه شي او د سولې پيغام تر خپلو سيمو او کورنیو پورې ورسوي.
بلخوا ځينو رسنيو د سرچينو په حواله ليکلي چې حکومت په تېرو دوو ورځو کې ٢٥٠ طالب بنديان خوشي کړي او پاتې به يې هم نن خوشي او پروسه به بشپړه شي.
يوې سرچينې دا هم ويلي چې طالبانو هم د حکومت څلور کومانډو سرتېري خوشي کړي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
د ملي مصالحې شورا وياند فريدون خوځون وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو د پيل پر وړاندې ټول خنډونه له منځه تللي او د بنديانو خوشي کولو پروسه به هم ډېر ژر بشپړه شي.
د هغه په وينا، د افغان حکومت مرکچي پلاوى دوحې ته د سفر لپاره بشپړ چمتو دى.
په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون له مخې، افغان حکومت د طالبانو ٥٠٠٠ او طالبان د افغان حکومت ١٠٠٠ تنه بنديان خوشې کوي.
د افغانستان حکومت د طالبانو ٤٦٠٠ بنديان خوشي کړل، خو د ٤٠٠ خطرناکو بنديانو په اړه د پرېکړې لپاره ولسمشر لويه مشورتي جرګه را وبلله او جرګې د پاتې ٤٠٠ بنديانو له خوشي کولو سره موافقه وکړه. ؛
حکومت له دغو بنديانو څخه ٨٠ يې خوشي کړل، خو وروسته له هغه چې فرانسې او اسټراليا د ځينو طالب بنديانو پر خوشي کولو نيوکه وکړه، دا پروسه ودرېده.
ولسمشر غني او د فرانسې ولسمشر تېره شپه د بنديانو پر خوشي کولو خبرې کړې دي، دغه راز د اسټراليا سفير هم وړمه ورځ د ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره پر همدې موضوع لیدلي دي.
خو د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي ويلي چې د فرانسې او اسټراليا سرتېري طالبانو نه، بلکې افغان سرتېرو وژلي چې وروسته له طالبانو سره يو ځاى شوي وو.
هغه وايي چې دوی د دوحې د تړون له مخې، د حکومت ټول زر سرتېري خوشي کړي دي.
بلخوا د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين رسنيو ته ويلي چې له دوى سره د حکومت کومانډو سرتېري بنديان نه دي.
خود ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ويلي چې له طالبانو سره ګڼ شمېر کومانډو سرتېري شته چې يو شمېر يې پاکستان ته سپارلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










