کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٩): د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني له حکم سره سم د ١٣ هېوادونو لپاره نوي سفيران ټاکل شوي دي.
هغه خبرپاڼه چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري نن خپره شوې، په کې راغلي چې د حکومت له تصميم سره سم ١٣ تنه په بهرنيو هېوادونو کې د نويو سفيرانو په توګه ګومارل شوي دي.
د نويو سفيرانو لېست په لاندې ډول دى.
- په اسلو کې د افغانستان پخوانۍ سفيره منيژه باختري، د اتريش په ويانا کې د نوې سفيرې په توګه.
- د بهرنيو چارو وزارت د سيمه ييزو همکاريو رييس امير محمد رامين د ترکيې په انقره کې د سفير په توګه.
- په لندن د افغانستان پخوانى سفير سيد طيب جواد د روسې په مسکو کې د نوي سفير په توګه.
- شفق خواتي په ايران کې د کډوالو د برخې د ګرځنده سفير په توګه.
- د بهرنيو چارو وزارت دڅلورم سياسي دفتر رييس امان الله جيجون د اذربايجان په باکو کې د نوي سفير په توګه.
- د بهرنيو چارو پخوانى وزير زلمى رسول په لندن کې د افغانستان د نوي سفير په توګه.
- د بهرنيو چارو وزارت د پنځم سياسي دفتر رييس خالد ذکريا د ايټاليا په روم کې د نوي سفير په توګه.
- د فواېد عامې پخوانى وزير يما ياري، د جرمني په برلين کې د نوي سفير په توګه.
- د افغانستان د وسله والو ځواکونو پخوانى لوى درستيز بسم الله وزيري د قرغيزستان په بشکيک کې د نوي سفير په توګه. login or register a new account.