منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د ١٣ هېوادونو لپاره نوي سفيران وټاکل

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٩): د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ولسمشر محمد اشرف غني له حکم سره سم د ١٣ هېوادونو لپاره نوي سفيران ټاکل شوي دي.

هغه خبرپاڼه چې د بهرنيو چارو وزارت له لوري نن خپره شوې، په کې راغلي چې د حکومت له تصميم سره سم ١٣ تنه په بهرنيو هېوادونو کې د نويو سفيرانو په توګه ګومارل شوي دي.

 د نويو سفيرانو لېست په لاندې ډول دى.

  • په اسلو کې د افغانستان پخوانۍ سفيره منيژه باختري، د اتريش په ويانا کې د نوې سفيرې په توګه.
  • د بهرنيو  چارو وزارت د سيمه ييزو همکاريو رييس امير محمد رامين د ترکيې په انقره کې د سفير په توګه.
  • په لندن د افغانستان پخوانى سفير سيد طيب جواد د روسې په مسکو کې د نوي سفير په توګه.
  • شفق خواتي په ايران کې د کډوالو د برخې د ګرځنده سفير په توګه.
  • د بهرنيو چارو وزارت دڅلورم سياسي دفتر رييس امان الله جيجون د اذربايجان په باکو کې د نوي سفير په توګه.
  • د بهرنيو چارو پخوانى وزير زلمى رسول په لندن کې د افغانستان د نوي سفير په توګه.
  • د بهرنيو چارو وزارت د پنځم سياسي دفتر رييس خالد ذکريا د ايټاليا په روم کې د نوي سفير په توګه.
  • د فواېد عامې پخوانى وزير يما ياري، د جرمني په برلين کې د نوي سفير په توګه.
  • د افغانستان د وسله والو ځواکونو پخوانى لوى درستيز بسم الله وزيري د قرغيزستان په بشکيک کې د نوي سفير په توګه.
  • په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانى سفير نجيب الله علي خېل د پاکستان په اسلام اباد کې د نوي سفير په توګه.
  • د سيمه ييزو ارګانونو د پالېسۍ مرستيال فريد ماموندزى د هندوستان په ډهلي کې د سفير په توګه.
  • د چارو ادارې تخنيکي مرستيال خان ولي خان بشرمل د ترکمنستان په عشق اباد کې د نوي سفير په توګه.
  • او په استراليا کې د افغانستان د پخواني سفير وحيد ويسي د کار موده د يوه کال لپاره د استراليا هېواد په کنبرا ښار کې غځول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د حکومت له لوري ٢٢ تنه د نوماند وزيرانو په توګه هم معرفي شوي،خو تر اوسه يې له ولسي جرګې څخه د باور رايه نه ده ترلاسه کړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست