Language

​د امريکا سفارت : د افغان سياسيونو له اختلافاتو څخه طالبان ګټه پورته کوي

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٩) : په کابل کې د امريکا سفارت مرستياله د افغان سياسيونو پر يووالي ټينګار کوي او وايي چې د دوى له بې اتفاقۍ طالبان ګټه پورته کوي.

دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا سفارت مرستيالې او شازدافير کرن ډيکر پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغې وويل چې د تېرو نږدې ٢٠ کلونو يو له تر ټولو مهمو څخه د افغانستان خپلواکو رسنيو رامنځته کول دي او افغان رسنۍ په دې سيمه کې بې ساري دي.

نوموړې زياته کړه چې د پژواک په ګډون يو شمېر افغان رسنۍ د فساد پر ضد مبارزه او نورو برخو کې ښه راپورونه خپروي .

مېرمن ډيکر په افغانستان کې د امريکا د فعاليتونو د يادونې پر مهال وويل، دوى ډېر وياړي چې له افغانانو سره يې اوږه په اوږه دلته د ښې حکومتولۍ ډيموکراسۍ او ازادو رسنيو لپاره کار کړى دى.

خو دې زياته کړې : (( زه دا منم چې ځينې افغانان د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه لري، خو زه ډاډ ورکړم چې امريکا به له افغانانو سره لکه د پخوا په څېر اوږه په اوږه ولاړه شي او ددې هېواد دامنيت او اقتصادي پرمختګ لپاره به کار کوي.

د سولې د روانې پروسې په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د سفارت مرستيالې وويل چې دا پروسه په ډېرې تېزۍ سره روانه ده او ډېر ژر به مخامخ خبرې هم پيل شي.

د هغې په وينا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتو لپاره له تېرو پنځو مياشتو راهيسې ډېر کارونه کړي او خبرو ته يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.

مېرمن ډيکر د ملي پخلاينې شورا د جوړولو او له غړيتوب څخه يې د ځينو سياسيونو د وتلو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د افغان سياسيونو له اختلافاتو څخه طالبان ګټه پورته کوي.

هغې د افغانانو او سياسيونو پر يووالي د ټينګار ترڅنګ وويل چې په هره پروسه کې بايد د ټولو افغانانو غږونه واورېدل شي.

نوموړې د طالبانو د بيا راتګ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د طالبانو او يا امارت د واکمنۍ د بيا راتګ امکانات نشته .

دې زياته کړې : (( په دې اړه طالبان پروپاګنډ ډېر کوي، څو پر خپل مخالف لوري فشار راوړي او خپل دريځ پياوړى کړي، افغان مرکچي پلاوى به د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازيتوب له دوى سره خبرې کوي. ))

login or register a new account.