کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٩) : په کابل کې د امريکا سفارت مرستياله د افغان سياسيونو پر يووالي ټينګار کوي او وايي چې د دوى له بې اتفاقۍ طالبان ګټه پورته کوي.
دغه څرګندونې په کابل کې د امريکا سفارت مرستيالې او شازدافير کرن ډيکر پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغې وويل چې د تېرو نږدې ٢٠ کلونو يو له تر ټولو مهمو څخه د افغانستان خپلواکو رسنيو رامنځته کول دي او افغان رسنۍ په دې سيمه کې بې ساري دي.
نوموړې زياته کړه چې د پژواک په ګډون يو شمېر افغان رسنۍ د فساد پر ضد مبارزه او نورو برخو کې ښه راپورونه خپروي .
مېرمن ډيکر په افغانستان کې د امريکا د فعاليتونو د يادونې پر مهال وويل، دوى ډېر وياړي چې له افغانانو سره يې اوږه په اوږه دلته د ښې حکومتولۍ ډيموکراسۍ او ازادو رسنيو لپاره کار کړى دى.
خو دې زياته کړې : (( زه دا منم چې ځينې افغانان د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه لري، خو زه ډاډ ورکړم چې امريکا به له افغانانو سره لکه د پخوا په څېر اوږه په اوږه ولاړه شي او ددې هېواد دامنيت او اقتصادي پرمختګ لپاره به کار کوي.
د سولې د روانې پروسې په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د سفارت مرستيالې وويل چې دا پروسه په ډېرې تېزۍ سره روانه ده او ډېر ژر به مخامخ خبرې هم پيل شي.
د هغې په وينا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتو لپاره له تېرو پنځو مياشتو راهيسې ډېر کارونه کړي او خبرو ته يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.
مېرمن ډيکر د ملي پخلاينې شورا د جوړولو او له غړيتوب څخه يې د ځينو سياسيونو د وتلو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د افغان سياسيونو له اختلافاتو څخه طالبان ګټه پورته کوي.
هغې د افغانانو او سياسيونو پر يووالي د ټينګار ترڅنګ وويل چې په هره پروسه کې بايد د ټولو افغانانو غږونه واورېدل شي.
نوموړې د طالبانو د بيا راتګ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د طالبانو او يا امارت د واکمنۍ د بيا راتګ امکانات نشته .
دې زياته کړې : (( په دې اړه طالبان پروپاګنډ ډېر کوي، څو پر خپل مخالف لوري فشار راوړي او خپل دريځ پياوړى کړي، افغان مرکچي پلاوى به د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په استازيتوب له دوى سره خبرې کوي. ))
هغې وويل، طالبان بايد پوه شي چې تر سولې تړون وروسته به هم افغانستان نړيوالو مرستو ته اړتيا لري، مرستې ترلاسه کوله افغانستان لپاره د شرم کومه خبره نه ده، ځکه چې جګړو دا هېواد خراب کړى او مرستو ته اړتيا لري.
مېرمن ډيکر وايي : (( طالبان بايد پوه شي چې د امريکا او نورې نړيوالې مرستې د خلکو بېلا بېل ډول حقوقو سره مشروطې دي، د ښځو حقوقو، لږکيو، د رسنيو ازادۍ او بشري حقوقو ته بايد درناوى وشي.
د هغې په وينا، د تېرو ٢٠ کلونو لاسته راوړنې نه يواځې تر سولې وروسته ساتل کېږي، بلکې ورته دوام ورکول کېږي.
د تاوتريخوالي زياتېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړې وويل چې په دې تړاو ناسم پوهاوى شوى، د طالبانو او امريکا تړون کې راغلي چې پر اوربند به بين الافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي.
د امريکا د سفارت مرستيالې وويل، زلمي خليلزاد او جنرال مېلر ډېره هڅه وکړه چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه ټيټه کړي.
هغې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېره صفر ته راټيټولو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا کار به حالاتو پورې مشروط وي.
مېرمن ډيکر وايي : (( موږ له طالبانو ضمانت غواړو چې افغانستان بيا د نړيوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي، که چېرې هغوى دا ضمانت ورکړ، نو ټول سرتېري اوباسو، که چېرې داسې ونه شو، سرتېري به دلته وي. ))
هغې زياته کړه چې امريکايان د تاريخ ښه زده کوونکي دي او تاريخ يې ښه مطالعه کړى دى، امريکا به هيڅکله د ٩٠مې لسيزې حالات بيا نه تکراروي.
د نوموړې په وينا، امريکا غواړي دلته اوږود مهاله ستراتېژيکو همکاريو ته ادامه ورکړي، افغان مشران بايد خپلو کې سره جوړ شي او که جوړ نه شي، ګټه يې طالبانو ته رسېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










