کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۹۹): د کابل پولیس په وروستیو ۷۲ ساعتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو د ۳۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې یاد کسان یې د کابل ښار په مختلفو ناحیو، میربچه کوټ او پغمان ولسوالیو کې د قتل، ټپي کولو، موبایل تښتوونې، د غیرقانوني وسلې پر ګرځولو، د وسایطو د غلاوو، د امنیت او عامه نظم ګډوډولو او کېسه برۍ په تړاو نیول دي.
د هغه په خبره، د یادو نیول شوو کسانو درې میله تومانچې او درې نقلیه وسایط هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP