Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“دولت او طالبان دې ژر اوربند او مخامخ خبرو ته زمينه برابره کړي”

ګردېز (پژواک، ۱۶ وږی ۹۹): د جګړې ضد او سولې فعالانو ژر تر ژره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پر پيل او اوربند ټينګار وکړ او ويې ويل چې په دغه پروسه کې دې د بهرنيانو د مغرضانه لاسوهنو مخه هم ونيول شي.

دوی ګردېز کې د خبري کنفرانس پر مهال وويل چې ټول افغان سياسيون او د وسله والو طالبانو د تحريک غړي بايد د هېوادوالو د ناوړه حالت او غوښتنې په نظر کې نيولو سره د ملي ګټو او ارزښتونو ساتنې هڅې وکړي.

په دغه ناسته کې د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان د جګړې پر اوږدېدو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د جګړې لپاره د پلمو پيدا کولو پر ځای دې سولې او نږدې کېدو ته کار وشي.

حقبيان وايي:((موږ په دواړو خواوو غږ کوو چې د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو لپاره ژر زمينه برابره کړي، چې نور په هیڅ خوا کې د افغانانو وروڼو وينې تویې نه شي، دواړه خواوې مسلمان او افغانان دي.))

قومي مشر ظاهر اورياخېل وايي چې د جګړې اوږدولو لپاره هيڅ پلمه نه ده پاتې او په کار ده چې په خبره يې په مقدسو نومونو تپل شوې روانه مردوده جګړه هر څه ژر ودرول شي.

اورياخېل زياته کړه: ((افغانستان د محدودو خلکو نه دی، چې دعوه يې وکړي. نه د څلور، پنځه فيصده طالبانو دی او نه د موجوده حکومت، دا د ټولو څلوېښت ميليونونه افغانانو ګډ کور دی. د خلکو غږ بايد واورېدل شي او احترام ورته وشي.))

سياسي فعال احمدشاه احمدزی وايي چې د دولت مذاکراتي ټيم بايد د هرې برخې د مهمو اشخاصو په ګډون ټولشمول او ټولمنلی وي او په دې برخه کې دې له انحصاري سياست ډډه وشي.

احمدزي وويل چې وسله وال طالبان دې هم په مذاکراتي ټيم کې ځوانانو او ښځو ته ونډه ورکړي.

نوموړي زياته کړه: ((دواړه طرفونه بايد د ولس لپاره انعطاف وکړي. د سولې مذاکراتو د کاميابي لپاره بايد لومړی اوربند وشي؛ ځکه مذاکرات او هم مهاله جګړه د سولې خبرې ټکنۍ کوي او کومې نتيجې ته نه رسيږي.))

د ياد کنفرانس يو تن تنظيموونکی سيدجمال الدين اصف خېل ټينګار کوي، چې د باور فضا لا ټېنګېدو لپاره دې اوربند ته لومړيتوب ورکړل شي او په دې ملي پروسه کې دې د بهرنيو هېوادونو د ناوړه ګټه غوښتونکو تحرکاتو مخه ونيول شي.

اصف خېل وايي: ((مهمې غوښتنې هماغه دي چې خلک يې لري، جمهوريت مهم دی، شته لاسته راوړنې بايد خوندي شي، د افغانانو بشري او مدني حقونه بايد وساتل شي، بيا هغه شان نظام نه وي، لکه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال.))

دوی په پای کې يو پنځه ماده ييزه پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په کې له اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې د سولې لپاره د رښتينو هلو ځلو او شته بنسټونو او لاسته راوړنو د پياوړتيا او ملاتړ غوښتنه شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.