کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۹): د مشرانو جرګې ځینو غړو د اوړي له رخصتۍ وروسته په لومړنۍ ناسته کې د سولې په اړه د حکومت پر کړنو د نیوکې سربېره وویل چې د سولې په لاس راغلی فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي او د دغو خبرو لومړنۍ اجنډا باید اوربند وي.
د سولې د هوکړې له مخې چې د تېر ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوه، حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ زندانیان ازاد کړي او ځینې سرچینې وایي چې ټاکل شوې د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل لپاه سبا قطر ته وخوځیږي.
د جرګې په نننۍ ناسته کې د سولې پر بهیر خبرې وشوې.
اوربند ته دې لومړیتوب ورکړل شي
په دغه جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد رحیم حسنیار وویل: «دواړه خواوې باید د نظر توافق ولري، څو څلوېښت کلنه جګړه پای ومومي او اوربند د مذاکراتو لومړنۍ اجنډا وي.»
د مشرانو جرګې منشي عبدالله فرلق د بندیانو خوشي کولو ته په اشارې وویل: «هغه څه چې طالبانو غوښتل ترسره شول، د خلکو استازي اوربند غواړي، د دواړو خواوو مذاکرتي پلاوي باید د خلکو غوښتنو ته احترام وکړي او له مذاکراتو مخکې اوربند تامین کړي.»
هغه وایي چې طالبان د دې پرځای چې نرمښت وښيي تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.
د مشرانو جرګې بلې غړې کلالۍ اکبري وویل: «د جمهوریت د نظام ساتل، د ښځو حقوق او اوربند د مذاکراتو لپاه شرط دي او په مذاکراتو کې باید دغه دواړه اړخونه د خلکو غوښتنو ته پام وکړي.»
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیل د ټینګار او د مذاکراتو د اجنډا د مشخصولو تر څنګ، وویل چې د خبرو له پیل وړاندې باید اوربند تامین شي.
هغه د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو ته په اشاره زیاته کړه: «اوس ملت خپله مشوره ورکړې ده له دولت، طالبانو او امریکا زموږ غوښتنه دا ده چې د ملت غوښتنې او مشورې ته پام وکړي.»
د سولې لاسته راغلی چانس باید ضایع نه شي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP