منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۱ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مشرانو جرګې یوشمېر غړي: حکومت د سولې د بهیر د مدیریت توان نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

 کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۹۹): د مشرانو جرګې ځینو غړو د اوړي له رخصتۍ وروسته په لومړنۍ ناسته کې د سولې په اړه د حکومت پر کړنو د نیوکې سربېره وویل چې د سولې په لاس راغلی فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي او د دغو خبرو لومړنۍ اجنډا باید اوربند وي.

د سولې د هوکړې له مخې چې د تېر ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوه، حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ زندانیان ازاد کړي او ځینې سرچینې وایي چې ټاکل شوې د افغانستان د حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل لپاه سبا قطر ته وخوځیږي.

د جرګې په نننۍ ناسته کې د سولې پر بهیر خبرې وشوې.

اوربند ته دې لومړیتوب ورکړل شي

په دغه جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد رحیم حسنیار وویل: «دواړه خواوې باید د نظر توافق ولري، څو څلوېښت کلنه جګړه پای ومومي او اوربند د مذاکراتو لومړنۍ اجنډا وي.»

د مشرانو جرګې منشي عبدالله فرلق د بندیانو خوشي کولو ته په اشارې وویل: «هغه څه چې طالبانو غوښتل ترسره شول، د خلکو استازي اوربند غواړي، د دواړو خواوو مذاکرتي پلاوي باید د خلکو غوښتنو ته احترام وکړي او له مذاکراتو مخکې اوربند تامین کړي.»

هغه وایي چې طالبان د دې پرځای چې نرمښت وښيي تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.

د مشرانو جرګې بلې غړې کلالۍ اکبري وویل: «د جمهوریت د نظام ساتل، د ښځو حقوق او اوربند د مذاکراتو لپاه شرط دي او په مذاکراتو کې باید دغه دواړه اړخونه د خلکو غوښتنو ته پام وکړي.»

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیل د ټینګار او د مذاکراتو د اجنډا د مشخصولو تر څنګ، وویل چې د خبرو له پیل وړاندې باید اوربند تامین شي.

هغه د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو ته په اشاره زیاته کړه: «اوس ملت خپله مشوره ورکړې ده له دولت، طالبانو او امریکا زموږ غوښتنه دا ده چې د ملت غوښتنې او مشورې ته پام وکړي.»

د سولې لاسته راغلی چانس باید ضایع نه شي

د دغې جرګې غړي غیرت بهیر وویل چې سوله د هر افغان غوښتنه ده او لاسته راغلی فرصت باید په سم ډول مدیریت شي څو په هېواد کې دایمي سوله تامین شي او د سولې بهیر ټولشموله وي.

د یادې جرګې بل غړي کامل بېک وویل: «ولسمشر او د ملي مصالحې د عالي شورا رییس ته وړاندیز لرم چې وخت ضایع نه کړي او لاسته راغلی فرصت له لاسه ورنه کړي، له طلایي چانس نه ګټه واخلي څو خلک له دغه ظلم نه چې روان دی خلاص شي.»

حکومت د سولې پر بهیر د مدیریت توان نه لري

په مشرانو جرګه کې د نیمروز د خلکو استازي محمد نادر بلوڅ د سولې په اړه د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه، ويې ویل: «د حکومت کړنې نور زموږ لپاره د منلو نه دي، حکومت د سولې د بهیر د مدیریت توان نه لري او ډېر مهال پر خپلو شخصي کارونو بوخت دی.»

د هغه په خبره، حکومت د سولې په اړه پرېکړې د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو پراساس کوي.

د یادې جرګې بل غړي زلمي زابلي هم وویل چې حکومت د سولې د بهیر د مدیریت توان او مشخص پروګرام نه لري. د هغه په وینا، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله باید دغې جرګې ته را وغوښتل شي څو د سولې پروګرام له ملت سره شریک کړي.

د مشرانو جرګې بل غړي وویل چې حکومت باید د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د سیاسي ګوندونو او حکومت ترمنځ د نظر یووالى رامنځته کړي؛ له هغه پرته امکان نه لري چې حکومت له طالبانو سره هوکړې ته ورسیږي.

پژواک د ملي مصالحې د عالي شورا له مطبوعاتي دفتر سره له پرله پسې اړیکو سره سره ونه شو کولای څو د مشرانو جرګې د یوشمېر غړو د اندېښنو په اړه د هغوى نظر واخلي .

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هیله وښوده څو هغه کسان چې اوس مهال له دولت سره وسله وال مخالفت لري، راتلونکی کال د دغې جرګې غړیتوب ولري.

نوموړي د جزيیاتو له ورکولو پرته وویل، چاته اجازه نه ورکول کېږي چې د سولې بهیر زیانمن کړي. دی وایي چې د هغو کسانو پروړاندې چې د سولې لپاره خنډ جوړوي، چپ نه پاتې کېږي.

هغه د سولې په بهیر کې د ټولو اقشارو په ځانګړې توګه اقلیتونو د حضور غوښتنه وکړه او له جزیياتو پرته یې وویل چې اوس مهال دولت د سولې مذاکراتو د پیل لپاره هيڅ ډول ستونزه نه لري او په اوسني وضعیت کې د طالبانو په ډله کې ستونزه موجوده ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست