ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزارشریف کې د قمارخونو فعالیت د جنايي جرمونو ډېرېدو لامل شوی

په مزارشریف کې د قمارخونو فعالیت د جنايي جرمونو ډېرېدو لامل شوی

author avatar
7 Sep 2020 - 16:00
په مزارشریف کې د قمارخونو فعالیت د جنايي جرمونو ډېرېدو لامل شوی
author avatar
7 Sep 2020 - 16:00

مزارشريف (پژواک، ۱۷ وږی ۹۹): په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د بلخ استازي او د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې په مزارشريف کې د لسګونو قمارخونو له فعاليت سره جنايي جرمونه ډېر شوي دي.

دوی وايي چې ډېری مجرمين په قمارخانو کې د پيسو له بايللو وروسته ښار ته وځي او په غلاوو لاس پورې کوي.

وکيلان وايي چې يو شمېر دغه قمارخونې د بلخ په سيمه ييزو زورواکو پورې تړاو لري چې په خبره يې په ځينو مواردو کې يې امنيتي ځواکونه هم په مخنيوي کې پاتې راځي.

بلخ ولايت مقام هم تاييدوي چې يو شمېر قمارخانې د زورواکو له خوا پرانيستل شوې خو زياتوي چې د مخنيوي لپاره يې پوليسو جدي اقدامات پيل کړي دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د جنايي جرمونو زياتېدو په تړاو بېلابېل ليدلوري موجود دي.

په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې وکيلان وايي چې مزارشريف ښار کې لسګونه قمارخانې فعاليت کوي چې په خبره يې، همدا قمارخونې د جنايي جرمونو د زياتوالي سرچينې يادېږي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف ښار امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب حالت ته تللی دی.

هغه زياته کړه چې په رڼا ورځ خلک په سړکونو درول کېږي او شتمني يې لوټل کېږي.

همدرد د نورو عواملو تر څنګ، په ښار کې د قمارخانو موجوديت د جنايي جرمونو زياتېدو لوی لامل بولي.

نوموړی زياتوي چې دمګړۍ ښار دننه لسګونه لويې او وړې قمارخانې فعاليت کوي چې تر ډېره دغه ځايونه د جنايي مجرمينو مرکزونه هم دي.

همدرد وويل: ((زما د معلوماتو له مخې په مزارښار کې لسګونه قمارخانې فعالې دي، کله چې قماربازان پيسې وبايلي؛ نو له وسلو سره ښار ته راوځي او پر غلاوو او نورو جنايي جرايمو لاس پورې کوي.))

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو دغه استازی وايي چې دغه قمارخانې د بلخ د سيمه ييزو زورواکو لخوا حمايه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.