مزارشريف (پژواک، ۱۷ وږی ۹۹): په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې د بلخ استازي او د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې په مزارشريف کې د لسګونو قمارخونو له فعاليت سره جنايي جرمونه ډېر شوي دي.
دوی وايي چې ډېری مجرمين په قمارخانو کې د پيسو له بايللو وروسته ښار ته وځي او په غلاوو لاس پورې کوي.
وکيلان وايي چې يو شمېر دغه قمارخونې د بلخ په سيمه ييزو زورواکو پورې تړاو لري چې په خبره يې په ځينو مواردو کې يې امنيتي ځواکونه هم په مخنيوي کې پاتې راځي.
بلخ ولايت مقام هم تاييدوي چې يو شمېر قمارخانې د زورواکو له خوا پرانيستل شوې خو زياتوي چې د مخنيوي لپاره يې پوليسو جدي اقدامات پيل کړي دي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د جنايي جرمونو زياتېدو په تړاو بېلابېل ليدلوري موجود دي.
په ولسي جرګه او ولايتي شورا کې وکيلان وايي چې مزارشريف ښار کې لسګونه قمارخانې فعاليت کوي چې په خبره يې، همدا قمارخونې د جنايي جرمونو د زياتوالي سرچينې يادېږي.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مزارشريف ښار امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب حالت ته تللی دی.
هغه زياته کړه چې په رڼا ورځ خلک په سړکونو درول کېږي او شتمني يې لوټل کېږي.
همدرد د نورو عواملو تر څنګ، په ښار کې د قمارخانو موجوديت د جنايي جرمونو زياتېدو لوی لامل بولي.
نوموړی زياتوي چې دمګړۍ ښار دننه لسګونه لويې او وړې قمارخانې فعاليت کوي چې تر ډېره دغه ځايونه د جنايي مجرمينو مرکزونه هم دي.
همدرد وويل: ((زما د معلوماتو له مخې په مزارښار کې لسګونه قمارخانې فعالې دي، کله چې قماربازان پيسې وبايلي؛ نو له وسلو سره ښار ته راوځي او پر غلاوو او نورو جنايي جرايمو لاس پورې کوي.))
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو دغه استازی وايي چې دغه قمارخانې د بلخ د سيمه ييزو زورواکو لخوا حمايه کېږي.
د همدرد په خبره: ((د زورواکو ترڅنګ د بلخ د سيمه ييزې ادارې يو شمېر مسئولين هم د دغو قمارخانو تر شا لاس لري، په ځينو وختونو کې يې حتی پوليس هم په کنټرول کې پاتې راځي.))
ګل رحمان همدرد له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د مزارشريف امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم له پژواک سره په خبرو کې مزارشريف ښار کې د يو شمېر قمارخانو د فعاليت خبره تاييد کړه.
هغه زياته کړه چې همدا قمارخانې په خپله د جنايي جرمونو يو اړخ دی چې د ښار وضعيت يې ګډوډ کړی دی.
نوموړي وويل: ((زه تاييدوم چې په ښار کې يو شمېر قمارخانې فعاليت کوي، او دا هم وايم چې دغه قمارخانې د جنايي جرمونو په توليد کې رول لري.))
د حديد په خبره، د بلخ سيمه ييزه اداره د خلکو له شکايتونو وروسته دې ته متوجه شوې چې د امنيت د ټينګښت لپاره يو لړ اقدامات وکړي.
هغه هيله مندي وښوده چې په مزار ښار کې د جنايي جرمونو او قمارخانو د مخنيوي په تړاو به د بلخ سيمه ييزې ادارې د وروستيو ژمنو عملي کېدو سره، وضعيت بېرته ښه شي.
يو شمېر سوداګر او د مزارشريف اوسېدونکي هم وايي چې ښار کې د غلاوو په زياتېدو سره يې کاروبار له ستونزو سره مخ شوی دی.
بلخ کې د سوداګرۍ خونې مسوول ارش يونسي وايي چې مزارشريف ښار کې د غلاوو او جنايي جرمونو په زياتېدو سره سوداګريزې چارې له خنډ سره مخ شوي دي.
هغه زياته کړه چې يو شمېر سوداګر ان مجبور شوي چې خپلې پانګې له مزارښار څخه بهر وباسي.
نوموړي وويل چې د مزارشريف ښار په زړه کې په رڼا ورځ د سوداګرو پيسې او شتمني لوټل کېږي.
يونسي وويل: ((همدا څو ورځې مخکې د ښار په منځ کې د يوه خصوصي بانک له مخې زموږ د يوه سوداګر پيسې وتښتول شوې، کفايت مارکېټ چې د سوداګرو او کسبه کارانو مرکز دی، په رڼا ورځ د خلکو مالونه پکې لوټ شول.))
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس وايي چې دغه وضعيت ورته نور د منلو وړ نه دی او له حکومته د جرمونو د مخنيوي غوښتنه کوي.
د مزارښار اوسېدونکی شهزاد خان بيا وايي چې د مجرمينو پر وړاندې د پوليسو پڅ دريځ د جرمونو زياتېدو سبب شوی دی.
هغه زياته کړه چې ډېری مجرمين د بلخ له سيمه ييزو زورواکو سره لاس لري؛ چې له همدې امله يې مخنيوی ګران کار دی.
نوموړي وويل: ((که پوليس لسو يا شلو مجرمينو ته سمه او قانوني جزا ورکړي؛ نو خپله د جرايمو ګراف راټيټيږي؛ خو له بده مرغه داسې نه کېږي چې مجرم ونيول شي، سبا ته بېرته خوشې وي، نو خود به جرايم زياتېږي.))
د مزارشريف دغه اوسېدونکی وايي چې د بلخ يو شمېر ادارې په ښکاره ډول د زورواکو ملاتړ کوي چې دغه کار پر حکومت باندې د خلکو باور کم کړی دی.
هغه وايي، څو چې د دغه ولايت د دولتي ادارو په چارو کې پراخ او بنسټيز بدلونونه رانه شي، نو د وضعيت د ښه کېدو تمه نه شي ترې کېدای.
خو د بلخ ولايت مقام بيا د جنايي جرمونو د مخنيوي برخه کې د سيمه ييزې ادارې د جدي اقداماتو يادونه کوي.
د والي وياند منير فرهاد پژواک ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په مزارشريف ښار کې د جرمونو د مخنيوي په موخه هڅې ګړندۍ شوې دي.
منير فرهاد هم تاييد کړه چې په مزارشريف ښار کې د يو شمېر قمارخانو په تړاو دوی ته راپورونه رسېدلي دي خو زياته يې کړه چې د بندولو لپاره يې دوی پلان جوړ کړی دی.
نوموړي وويل: ((پوليسو خپلې هڅې پيل کړې دي، تېره اوونۍ څو دانې قمارخانې بندې شوې، دغه لړۍ دوام لري؛ موږ به ټول هغه عوامل له مخې لرې کړو چې له مخې يې ښار کې امنيتي وضعيت ګډوډ شوی دی.))
فرهاد رد کړه چې ګني د بلخ سيمه ييز مسوولين دې د مجرمينو او قمارخانو ملاتړ وکړي، خو زياته يې کړه چې ښار کې د جرايمو تر شا يو شمېر زورواکي لاس لري.
هغه وويل چې د ولايت مقام په وروستۍ ناسته کې ټولو امنيتي او کشفي ادارو ته په جدي ډول سپارښتنه شوې چې د جنايي جرمونو او مجرمينو مخه دې ونيول شي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي چې ټاکل شوې ده د روانې اوونۍ تر پايه به د بلخ ولايت او مزارشريف ښار امنيتي وضعيت ارزونې په موخه د کورنيو چارو وزارت يو لوړپوړی پلاوی هم دغه ولايت ته سفر وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










