Language

حديد: ناقانونه وسله والو او مافيايي ډلو د مزار شريف امنيت خراب کړى

مزارشريف ( پژواک،۱۹ وږی  ۹۹) د بلخ د ولايتي شورا رييس  افضل حديد وايي چې د مزارشريف ښار د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په موخه دې د دغه ښار د پوليسو تشکيل ته بيا کتنه وشي.

حديد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د بلخ ولايت په ډېری ولسواليو کې د طالبانو د بريدونو له زياتېدو سره، مزارښار کې جنايي جرمونه هم لوړې کچې ته رسېدلي دي.

هغه زياته کړه، چې دمګړۍ د بلخ ولايت د څوارلس ولسواليو له ډلې ۷ ولسوالۍ يې له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د حديد په خبره، بلخ کې يو شمېر ولسوالۍ داسې هم شته چې يواځې  د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانۍ يې د امنيتي ځواکونو لاس کې دي.

ده وويل: (( زموږ درې ولسوالۍ داسې دي، چې يواځې د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانۍ د امنيتي ځواکونو ولکه کې دي او نوره ټوله ساحه باندې طالبان حاکم دي، په ټوله کې زموږ ۷ ولسوالۍ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي)).

د بلخ د ولايتي شورا رييس د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په ولسواليو کې د طالبانو د فعاليتونو په زياتېدو سره په ښار کې جرايم هم زيات شوي دي.

هغه يو شمېر عواملو ته ګوته ونيوله، چې له امله يې د مزارښار امنيتي وضعيت ګډوډ شوی دی.

حديد وويل، چې د کرونا ويروس په راتلو او قرنطين په پلي کېدو سره ډېرو خلکو خپل کاروبارونه له لاسه ورکړل او وزګاره شول، چې په وينا يې ښايي دغه موضوع هم د جرايمو زياتېدو برخه کې اغېز ولري.

نوموړی زياتوي، چې په ښار کې د ناقانونه وسله والو او مافيايي ډلو شتون هم د جنايي جرمونو د زياتېدو عمده دليل دی.

حديد وايي : (( په مزارښار کې د ناقانونه وسله والو او مافيايي ډلو له موجوديت څخه څوک انکار نه شي کولی، په ډېری مواردو کې همدوی دي، چې په جرايمو لاس پورې کوي او د خلکو د ازار او اذيت سبب ګرځي)).

د ولايتي شورا رييس همدا راز زياته کړه، چې په يو شمېر دغو ناقانونه وسله والو د پوليسو هم زور نه رسېږي.

افضل حديد په خپلو خبرو کې وويل، چې د کرونا ويروس د مخنيوي په پار د ولسمشر په فرمان سلګونه جنايي بنديان هم خوشې شول، چې په خبره يې ځينو يې بيا په جنايي جرمونو لاس پورې کړی دی.

login or register a new account.