منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۴ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حديد: ناقانونه وسله والو او مافيايي ډلو د مزار شريف امنيت خراب کړى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

مزارشريف ( پژواک،۱۹ وږی  ۹۹) د بلخ د ولايتي شورا رييس  افضل حديد وايي چې د مزارشريف ښار د امنيتي وضعيت د ښه کېدو په موخه دې د دغه ښار د پوليسو تشکيل ته بيا کتنه وشي.

حديد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د بلخ ولايت په ډېری ولسواليو کې د طالبانو د بريدونو له زياتېدو سره، مزارښار کې جنايي جرمونه هم لوړې کچې ته رسېدلي دي.

هغه زياته کړه، چې دمګړۍ د بلخ ولايت د څوارلس ولسواليو له ډلې ۷ ولسوالۍ يې له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د حديد په خبره، بلخ کې يو شمېر ولسوالۍ داسې هم شته چې يواځې  د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانۍ يې د امنيتي ځواکونو لاس کې دي.

ده وويل: (( زموږ درې ولسوالۍ داسې دي، چې يواځې د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانۍ د امنيتي ځواکونو ولکه کې دي او نوره ټوله ساحه باندې طالبان حاکم دي، په ټوله کې زموږ ۷ ولسوالۍ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي)).

د بلخ د ولايتي شورا رييس د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې په ولسواليو کې د طالبانو د فعاليتونو په زياتېدو سره په ښار کې جرايم هم زيات شوي دي.

هغه يو شمېر عواملو ته ګوته ونيوله، چې له امله يې د مزارښار امنيتي وضعيت ګډوډ شوی دی.

حديد وويل، چې د کرونا ويروس په راتلو او قرنطين په پلي کېدو سره ډېرو خلکو خپل کاروبارونه له لاسه ورکړل او وزګاره شول، چې په وينا يې ښايي دغه موضوع هم د جرايمو زياتېدو برخه کې اغېز ولري.

نوموړی زياتوي، چې په ښار کې د ناقانونه وسله والو او مافيايي ډلو شتون هم د جنايي جرمونو د زياتېدو عمده دليل دی.

حديد وايي : (( په مزارښار کې د ناقانونه وسله والو او مافيايي ډلو له موجوديت څخه څوک انکار نه شي کولی، په ډېری مواردو کې همدوی دي، چې په جرايمو لاس پورې کوي او د خلکو د ازار او اذيت سبب ګرځي)).

د ولايتي شورا رييس همدا راز زياته کړه، چې په يو شمېر دغو ناقانونه وسله والو د پوليسو هم زور نه رسېږي.

افضل حديد په خپلو خبرو کې وويل، چې د کرونا ويروس د مخنيوي په پار د ولسمشر په فرمان سلګونه جنايي بنديان هم خوشې شول، چې په خبره يې ځينو يې بيا په جنايي جرمونو لاس پورې کړی دی.

هغه زياته کړه: (( هغه جنايي مجرمين چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د ولسمشر د فرمان پر اساس خوشې شوي، يو شمېر يې بيا په جرايمو لاس پورې کړی، حتی ځينې يې د پوليسو له خوا باالفعل نيول شوي هم دي)).

نوموړی که څه هم له ټولو امنيتي ځواکونو څخه مننه کوي، چې له ستونزو سره يې نه ده پرېيښې چې د بلخ کومه ولسوالۍ سقوط شي؛ خو د امنيتي ځواکونو په رهبرۍ کې د مديريت ضعف ته هم اشاره کوي.

هغه وويل، چې د بلخ يو شمېر امنيتي مسوولين مديريتي ضعف لري، چې له امله يې د بلخ ولايت او په ځانګړي ډول د مزارشريف ښار امنيتي وضعيت ګډوډ شوی دی.

نوموړی په مزارشريف ښار کې د لسګونه قمارخانو شتون هم تاييدوي، چې په خبره يې د جرمونو په زياتېدو کې مهم نقش لري.

خو د دې ټولو مواردو تر څنګ د بلخ د ولايتي شورا رييس وايي چې بلخ کې د پوليسو تشکيلاتي کمښت د ستونزو لوی لامل دی.

هغه له مرکزي ادارې څخه غواړي چې د بلخ ولايت او په ځانګړي ډول مزارشريف ښار د پوليسو تشکيل ته دې بيا کتنه وکړي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس وويل: (( انصافا بايد ووايم، چې زموږ د پوليسو تشکيل د څو کلونو مخکنی تشکيل دی، هغه وخت چې بلخ کې امن وو او جګړې نه وې؛ خو اوس وضعيت بدل شوی، ولسواليو کې جګړه روانه ده؛ نو د پوليسو اوسنی تشکيل کافي نه دی او بايد توجه ورته وشي)).

حديد په خپلو خبرو کې وويل، چې څو ځله يې له کورنيو چارو وزارت سره دغه موضوع شريکه کړې؛ خو په خبره يې چې هغوى پاملرنه نه ده ورته کړې.

نوموړی وايي، په عمومي ډول د بلخ ولايت امنيتي وضعيت او په ځانګړي ډول د مزارښار خراب وضعيت ته د بدلون ورکولو په خاطر اړتيا ده، چې د کورنيو چارو وزارت او د بلخ سيمه ييزه اداره په ګډه اغېزمن  پلانونه جوړ او عملي کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه