کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۹۹): مدني ټولنې او رسنیو د یوې ملي ناستې په ترڅ کې د بین الافغاني خبرو کې د ګډون په موخه خپلې غوښتنې د یوې پیشنهادي بستې له لارې خپرې کړې.
مدني ټولنې او رسنیو نن د یوې ملي ناستې په ترڅ کې چې له مختلفو ولایتونو په کې له ۵۰۰ ډېرو کسانو ګډون درلود، پر مختلفو مواردو خبرې وکړو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتلو او مدني ټولنې پر ملاتړ ټینګار یي کړی دی.
په دې ناسته کې ګډونوال د سراسري اوربند، د بشري ارزښتونو، د نجونو او هلکانو لپاره د یو شان زده کړو برابرولو، بیان ازادۍ او په بین الافغاني مذاکراتو کې له دواړو خواوو د رسنیو د ازادۍ غوښتنه وکړه.
ګډونوالو د سراسري اوربند، ښې حکومتولۍ، عدالت ته د لاسرسي، بشري حقونو، بیان د ازادۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي، مدني ټولنې، د جګړې د دواړو خواوو د قربانیانو د حقونو، مېرمنو حقونو، د ماشومانو، ځوانانو او اقلیتونو د حقونو په اړه خپلې غوښتنې په یوه ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک کې ځای پر ځای کړې او د مذاکرې له خواوو یې غوښتي چې د هغو په اړه خبرې وکړي او عملي یې کړي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې رییس مجیب خلوتګر چې د ګډونوالو په استازولۍ یې خبرې کولې وویل، صادر شوی پرېکړه لیک چې د مدني ټولنې او رسنیو واحد او جامع غږ دی، د مذاکرې پر مېز اچول کېږي.
هغه زیاته کړه: «زه ضمانت ورکوم چې دغه وړاندیزونه د مذاکرې پر مېز اچول کېږي او د دې په اړه چې ایا طرفین هغه په پام کې نیسي کنه؟ هر وخت د افغانستان حکومت او طالبان ادعا کوي چې د خلکو د استازو له خوا مطرح شوي موارد مني.»
د ګډونوالو غوښتنې په لاندې ډول دي:
د سرتاسري اوربند ټینګښت
د صادر شوي پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي چې د ټولو کاري ډلو په باور په بین الافغاني مذاکراتو کې د سرتاسري اوربند تامین له لومړیتونو بلل کېږي او ویې ویل چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره سم باید پر سرتاسري او جامع اوربند هوکړه وشي.
ښه حکومتولي
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP