منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۸ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مدني ټولنې او رسنیو غوښتنې، د افغانانو ترمنځ د سولې مزکراتو پر مېز اېښودل کېږي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۹۹): مدني ټولنې او رسنیو د یوې ملي ناستې په ترڅ کې د بین الافغاني خبرو کې د ګډون په موخه خپلې غوښتنې د یوې پیشنهادي بستې له لارې خپرې کړې.

مدني ټولنې او رسنیو نن د یوې ملي ناستې په ترڅ کې چې له مختلفو ولایتونو په کې له ۵۰۰ ډېرو کسانو ګډون درلود، پر مختلفو مواردو خبرې وکړو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو پر ساتلو او مدني ټولنې پر ملاتړ ټینګار یي کړی دی.

په دې ناسته کې ګډونوال د سراسري اوربند، د بشري ارزښتونو، د نجونو او هلکانو لپاره د یو شان زده کړو برابرولو، بیان ازادۍ او په بین الافغاني مذاکراتو کې له دواړو خواوو د رسنیو د ازادۍ غوښتنه وکړه.

ګډونوالو د سراسري اوربند، ښې حکومتولۍ، عدالت ته د لاسرسي، بشري حقونو، بیان د ازادۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي، مدني ټولنې، د جګړې د دواړو خواوو د قربانیانو د حقونو، مېرمنو حقونو، د ماشومانو، ځوانانو او اقلیتونو د حقونو په اړه خپلې غوښتنې په یوه ۱۱ ماده ییز پرېکړه لیک کې ځای پر ځای کړې او د مذاکرې له خواوو یې غوښتي چې د هغو په اړه خبرې وکړي او عملي یې کړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې رییس مجیب خلوتګر چې د ګډونوالو په استازولۍ یې خبرې کولې وویل، صادر شوی پرېکړه لیک چې د مدني ټولنې او رسنیو واحد او جامع غږ دی، د مذاکرې پر مېز اچول کېږي.

هغه زیاته کړه: «زه ضمانت ورکوم چې دغه وړاندیزونه د مذاکرې پر مېز اچول کېږي او د دې په اړه چې ایا طرفین هغه په پام کې نیسي کنه؟ هر وخت د افغانستان حکومت او طالبان ادعا کوي چې د خلکو د استازو له خوا مطرح شوي موارد مني.»

د ګډونوالو غوښتنې په لاندې ډول دي:

د سرتاسري اوربند ټینګښت

د صادر شوي پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې راغلي چې د ټولو کاري ډلو په باور په بین الافغاني مذاکراتو کې د سرتاسري اوربند تامین له لومړیتونو بلل کېږي او ویې ویل چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره سم باید پر سرتاسري او جامع اوربند هوکړه وشي.

ښه حکومتولي

په دویمه ماده کې د سولې د راتګ او قانون د حاکمیت لپاره د ښې حکومتولۍ تامین د اهمیت وړ بلل شوی او په عادلانه توګه او د افغاستان د خلکو له غوښتنو سره سم د عامه خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار شوی دی. دغه راز یې له مذاکره کوونکو خواوو وغوښتل څو کار اهل کار ته سپارلو، په حکومتولۍ کې شفافیت، حساب ورکونې او متوازنې پراختیا ته لومړیتوب ورکړي.

عدالت ته لاسرسی

په درېیمه ماده کې پر دې چې عدالت ته نه لاسرسي ناوړه پایلې لري، اشاره شوې او زیاته شوې ده چې مذاکره کوونکې خواووې باید د ملي قوانینو او نړیوالو موازینو له مخې عدالت ته د لاسرسي چوکاټ جوړ کړي.

دغه راز ګډونوال ټینګار کوي چې طرفین باید د زیانمنو سیمو او ټولنیز عدالت د تضمین په پام کې نیولو سره، د هېواد د عدلي او قضایي بنسټونو رول مشخص کړي او ملاتړ دې ترې وکړي.

بشري حقونه

په څلورمه ماده کې یې له طرفینو غوښتي چې بشري حقونو ته د نړیوالو میثاقونو او ملي قوانینو او دغه راز له اړوندو اسنادو سره سم پام وکړي او همداراز د ځوانانو لپاره او د ښځو او اقلیتونو په ګډون په اجرائیوي جوړښتونو کې د ګډون حق ورکړي.

د دې مادې په دوام کې راغلي چې دغه راز ښکېلې خواوې باید د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو مساوي فرصتونه رامنځته کړي.

د بیان ازادي

په پنځمه ماده کې ګډونوالو د بیان او رسنیو ازادي د افغانستان د خلکو مهمه اړتیا بللې او دوی ترې ملاتړ کوي. د بیان ازادي او رسنیو ازادي باید له هر ډول محدودیت او تعرض نه خوندي وي او ښکېلې خواوې باید دغه اصل ومني.

دغه راز د مدني ټولنې او رسنیو استازو ټینګار کړی څو د رسنیو او مدني ټولنې استازي د ښځو خبریالانو په ګډون د بین الافغاني مذاکراتو په اړوندو ټولو ناستو کې فعال حضور ولري.

اطلاعاتو ته لاسرسی

په شپږمه ماده کې اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو د یوه اساسي حق په ډول باید رعایت او د قوانینو له مخې یې باید ملاتړ وشي. ټول مطرح شوي موضوعات باید د مذاکرې پر مېز د دغه حق په ډول د رسنیو او خبریالانو له لارې د افغانستان له خلکو سره شریک شي.

مدني ټولنه

په اوومه ماده کې راغلي چې بنسټونه او د افغانستان د مدني ټولنې فعالینو د نورو هېوادونو په ډول په دوو وروستیو لسیزو کې خپل نظارتي رول ادا کړی دی او د مظلومانو او کمزورو په عدالت غوښتنه کې یې خپله وجیبه ادا کړي ده او د مذاکرې له طرفینو غواړي څو د بنسټونو او مدني ټولنې فعالیت تضمین او لازمه مرسته وشي.

د جګړې د دواړو غاړو د قربانیانو حقونه

په اتمه ماده کې له مذاکراتي خواوو غواړي چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو په جګړو کې د یتیمانو او قربانیانو حقونه د اسلا دین، نړیوالو موازینو او ملي قوانینو له مخې د مذاکرې په جریان او هم د سولې پر مهال په پام کې ونیول شي او په دې اړه یو ځانګړی ميکانيزم وضع شي.

همداراز د خپلو دیني او بشري دندې په ډول دې له هغوی ملاتړ وکړي.

د ښځو حقونه

د ګډون کوونکو په نهمه ماده کې راغلي چې د ښځو حقونه د ملي قوانینو او نړیوالو تړونونو او دغه راز د اسلام د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې سره سم تضمین شي او طرفین پر هغه تعهد وکړي. په همدې ډول په افغانستان کې د دوو وروستیو لسیزو لاسته راوړنې باید وساتل شي او پر دوام یې ټینګار وشي.

د ځوانانو او ماشومانو حقونه

په لسمه ماده کې له طرفینو د ځوانانو لپاره د کار او ماشومانو لپاره د سالمې ښوونې او روزنې زمینې برابرولو غوښتنه شوې ده، د یادونې ده چې د ځوانانو د زده کړو په برخه کې د جنسیتي تبعیض په ګډون هر ډول تبعیض ناروا شمېرل شوی او د مساواتو پر اصل د ټینګار غوښتنه شوې ده.

د اقلیتونو حقونه

د دې ناستې ګډونوالو په یوولسمه ماده کې پر دې ټینګار کړی چې مذاکره کوونکې ډلې باید د دینې مقدساتو، انساني او بشري حقونو د موازینو پر اساس د اقلیتونو دیني، مذهبي، قومي او ژبني حقونه تضمین کړي او د یادو اقلیتونو لپاره د خوندي ژوند او فعالیت زمینه برابره شي.

ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت د استازو ترمنځ په قطر کې بین الافغاني خبرې وروسته له هغه پیل شي چې د حکومت له خوا د طالبانو پنځه زره زندانیان ازاد شي؛ خو تېره شپه د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی شپږ جنجالي زندانیان قطر ته رسېدلي او راتلونکې شنبې (د سپټمبر ۱۲ مه نېټه) به د بین الافغاني مذاکراتو لومړنۍ ناسته په دوحه کې پیل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست