کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۵٧٢ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په ٢٠ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٤٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٨ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۵٧٢ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١١ په هرات، ٧ په دايکنډي، څلور په کابل، څلور په بلخ او دوه هم په کندوز ولايت کې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣١١٢٩ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هيڅوک له کرونا ناروغۍ څخه نه دي مړه شوي.
د سرچيني د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پيل څخه تر اوسه ١٤٢٠ کسان له دغه ويروس څخه مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP