Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې ۱۳ کسان د جنایي جرمونو ترسره کولو په تور نیول شوي

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۹۹): پولیسو په کابل کې د بېلابېلو جنایي جرمونو د ترسره کولو په تور د ۱۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړ.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې د دغې قوماندانۍ پولیسو یاد کسان په تېرو ۴۸ ساعتونو کې نیولي دي.

 هغه زیاتوي چې دغه کسان د قتل، ټپي کولو، د موبایل د غلا، د ناقانونه وسلو ګرځولو، وسله والو غلاوو، مشروبات څښلو او د عامه نظم ګډوډولو په تور د کابل ښار په لومړۍ، دویمه، څلورمه، اوومه او شلمه ناحیه او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.   

د هغه په خبره، له نیول شوو کسانو دوه میله تومانچې هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل امنيتي وضعیت خراب شوی دی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.