Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حکومت: په لغمان او کندهار کې ٢٢ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٩): چارواکي وايي چې په لغمان او کندهار ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ٢٢ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، تېره شپه شاوخوا دوولس بجې وسله والو طالبانو د الينګار ولسوالۍ اړوند د ملي پولیسو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه  وکړل.

هغه زياته کړه چې طالبان د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او په نښته کې د هغوی شپږ وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دولتزي په وينا، د وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې شوي دي.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې نښته کې درې پوليس هم ټپيان شوي دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.