کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٩): چارواکي وايي چې په لغمان او کندهار ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ٢٢ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي، تېره شپه شاوخوا دوولس بجې وسله والو طالبانو د الينګار ولسوالۍ اړوند د ملي پولیسو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې طالبان د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او په نښته کې د هغوی شپږ وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپیان شوي دي.
د دولتزي په وينا، د وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې شوي دي.
يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې نښته کې درې پوليس هم ټپيان شوي دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي چې د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










